د کمبوج د مرکزي بانک له مرستیال سره د افغانستان بانک د دویم مرستیال لیدنه
د افغانستان بانک د هېواد د بانکي او مالي نظام د لا ټینګښت په برخه کې، له اغیزناکه ملي او نړیوالو تر ټولو ښو کړنلارو او طریقو څخه کار اخلي.
د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي او ورسره پلاوي په دې رسمي سفر کې چې د کمبوج هېواد ته یې درلوده، د جلا جلا ناستو په اوږدو کې د کمبوج د مرکزي بانک له مرستیال او د دې بانک له بېلابېلو کارکوونکو سره ولیدل.
د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي رحیمي او په دې سفر کې ورسره پلاوي د پولي سیاستونو او ابزارونو د ټاکلو او د مالي او بانکي نظام د ټینګښت په برخه کې د افغانستان بانک د لید لوري او تجربو د شریکولو ترڅنګ، د افغانستان بانک سره د کوربه هېواد د لیدلوري او تجربو له شریکولو مننه وکړه.
د کمبوج د مرکزي بانک مرستیال ښاغلي سم سنیسیت د افغانستان بانک د غوره لاسته راوړنو د ستاینې ترڅنګ، د افغانستان بانک له دویم مرستیال او ورسره پلاوي سره د پانګې د مدیریت، د بشري منابع د مدیریت او د بانکي پراختیا په اړه خپلې تجربې شریکې کړې.