له ټولو ګرانو هېوادوالو څخه غوښتنه کیږي چې له بې جوازه صرافانو سره د پیسو د مبادلې او حوالې د معاملاتو له ترسره کولو څخه ډډه وکړي!

Mpoya
پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۰ - ۹:۵
له ټولو ګرانو هېوادوالو څخه غوښتنه کیږي چې له بې جوازه صرافانو سره د پیسو د مبادلې او حوالې د معاملاتو له ترسره کولو څخه ډډه وکړي!

له دې لارې ګرانو هېوادوالو ته خبر ورکول کیږي چې د پیسو د مبادلې او حوالې معاملې دې له هغو صرافانو سره ترسره کړي چې د افغانستان بانک لخوا ورته د فعالیت جوازونه صادر شوي دي. جواز لرونکي صرافان په مرکز او ولایتونو کې د هېواد په ټولو سیمو کې فعالیت کوي او له ګرانو هېوادوالو څخه هیله کیږي چې د خپلو پيسو د خوندیتوب لپاره باید خپل مالي معاملات د جواز لرونکو صرافانو له لارې ترسره کړي.

د افغانستان بانک د 12862 ګڼې او 03/03/1403 نیټې متحدالمال له لارې محترمو صرافانو ته خبر ورکړی دی او اوس یو ځل بیا هغو ټولو وګړو او اشخاصو ته، چې د افغانستان بانک لخوا د صادر شوي جواز څخه پرته په غیر قانوني ډول د صرافیو او پولي خدمتونو فعالیتونه ترسره کوي، خبر ورکول کیږي ترڅو خپلې غیر قانوني کړنې ژر تر ژره ودروي. د دې پرېکړې د نه عملي کولو په صورت کې به له سرغړوونکو سره قانوني چلند وشي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۴
Background image

د افغانستان بانک له درېیو زونونو راټول شوي ۶۶۰.۲ میلیونه افغانۍ مندرس بانکنوټونه وسوځول

کابل – د ۱۴۴۸ کال د ربیع الثاني ۲مه-  د افغانستان بانک د هېواد د پولي نظام د سالم مدیریت او په راکړو ورکړو کې د لا آسانتیا او ډاډمن چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، له مرکزي زون، جنوب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۶:۵۷
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د ازبکستان د مرکزي بانک له مرستیال سره وکتل

د ۱۴۴۸ کال د صفرالمظفر ۱۱ - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي بانک له مرستیال ښاغلي ابرار میرزا اولیموف سره وکتل.

په دې. . .

بېرته خبرونه ته