هیواد ته د بشرپاله مرستو په لړ کې د ۳۲ میلیون امریکایي ډالرو کڅوړه را ورسېده
۱۴۴۳ شوال۳۰ مه - افغانستان ته نن د بشري مرستو په لړ کې د ۳۲ میلیونه امریکایي ډالرو نغده کڅوړه را ورسېده او یو سوداګریز بانک ته وسپارل شوه.
د افغانستان بانک هیواد ته له هر ډول قانوني او اصولي لارو د اسعارو د راتګ هر کلی کوي او د نړیوالې ټولنې له مرستو د مننې ترڅنګ له دې ټولنې غواړي چې په نورو برخو کې هم له افغانستان سره تعامل او همکاري ولري.
د بانکي سکتور له لارې د بشرپاله مرستو تر سره کول په نړیوالو اصولو برابر دي، روڼتیا راولي او خلکو ته د مرستو رسولو په برخه کې آسانیتاوې رامنځته کوي.