هېواد ته د نغدو بشري مرستو په لړ کې شپاړسمه کڅوړه را ورسېده

Mpoya
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲ - ۱۴:۵۵
هېواد ته د نغدو بشري مرستو په لړ کې شپاړسمه کڅوړه را ورسېده

۱۴۰۰ د کب ۲ مه_ افغانستان ته د بشري مرستو په لړ کې یو ځل بیا د ۳۲ میلیونه امریکایي ډالرو  بشري مرستو کڅوړه کابل ته را ورسېده.

افغانستان ته د بشرپاله مرستو له پیل تر دې مهاله دا شپاړسمه کڅوړه ده چې کابل ته راځي او افغانستان نړیوال بانک یا (AIB) ته سپارل کېږي.

د افغانستان بانک د هېواد د مرکزي بانک په توګه له مرسته کوونکو هېوادونو څخه د مننې تر څنګ غواړي چې د بانکي اړیکو په برخه کې د آسانتیاوو په رامنځته کولو کې هم له افغانستان سره مرسته وکړي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۴
Background image

د افغانستان بانک له درېیو زونونو راټول شوي ۶۶۰.۲ میلیونه افغانۍ مندرس بانکنوټونه وسوځول

کابل – د ۱۴۴۸ کال د ربیع الثاني ۲مه-  د افغانستان بانک د هېواد د پولي نظام د سالم مدیریت او په راکړو ورکړو کې د لا آسانتیا او ډاډمن چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، له مرکزي زون، جنوب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۶:۵۷
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د ازبکستان د مرکزي بانک له مرستیال سره وکتل

د ۱۴۴۸ کال د صفرالمظفر ۱۱ - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي بانک له مرستیال ښاغلي ابرار میرزا اولیموف سره وکتل.

په دې. . .

بېرته خبرونه ته