په بلخ ولایت کې د لومړي ځل لپاره د پولي خدمتونو شرکت ته جواز ورکړل شو

Mpoya
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۳ - ۱۱:۱
په بلخ ولایت کې د لومړي ځل لپاره د پولي خدمتونو شرکت ته جواز ورکړل شو

د افغانستان بانک د صرافانو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو د سکتور د معیاري کولو، ښه والي او پیاوړتیا په موخه په کابل، هرات او کندهار ولایتونو کې د پولي خدمتونو او صرافۍ جوازونو د ورکړې په لړ کې داځل په مزار شریف ښار کې د مراد زاده پولي خدمتونو شرکت ته د پولي خدمتونو د شرکت لومړنی جواز  د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ورکړل شو.

یاد جواز د مراد زاده پولي خدمتونو شرکت د مسؤلینو، صرافانو او د افغانستان بانک د کارکوونکو په شتون کې د افغانستان بانک د شمال زون آمریت د سرپرست او مرستیال، ښاغلي محمد اسرار پویا له لورې د یاد شرکت ونډه لرونکو ته ورکړل شو.  

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۴
Background image

د افغانستان بانک له درېیو زونونو راټول شوي ۶۶۰.۲ میلیونه افغانۍ مندرس بانکنوټونه وسوځول

کابل – د ۱۴۴۸ کال د ربیع الثاني ۲مه-  د افغانستان بانک د هېواد د پولي نظام د سالم مدیریت او په راکړو ورکړو کې د لا آسانتیا او ډاډمن چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، له مرکزي زون، جنوب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۶:۵۷
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د ازبکستان د مرکزي بانک له مرستیال سره وکتل

د ۱۴۴۸ کال د صفرالمظفر ۱۱ - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي بانک له مرستیال ښاغلي ابرار میرزا اولیموف سره وکتل.

په دې. . .

بېرته خبرونه ته