په لویدیځ زون کې راټول شوي زاړه بانکنوټونه وسوځول شول

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۹ - ۱۲:۵
په لویدیځ زون کې راټول شوي زاړه بانکنوټونه وسوځول شول

د افغانستان بانک د قانون ۳۹ او ۴۲ مادو سره سم او د افغانۍ د زړو بانکنوټونو د سوځېدو په برخه کې د شته کړنلارو پر بنسټ، دا ځل د افغانستان بانک د نهه سوه نولس میلیونه او سل زره (۹۱۹۱۰۰۰۰۰) افغانیو په ارزښت راټول شوي زاړه بانکنوټونه په لویدیځ زون کې د ګمارل شوي پلاوي تر څار لاندې له کره شمېرنې او کنټرول وروسته د ۱۴۰۲ کال د لړم د میاشتې په ۸ نېټه په هرات ولایت کې وسوځول. باید وویل شي چې په دې بانکنوټونو کې د ۱۰، ۲۰، ۱۰۰، ۵۰۰ او ۱۰۰۰ افغانۍ انواعیې شاملې وې.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي نور احمد آغا، چې د زړو بانکنوټونو د سوځېدو د پلاوي په مشرۍ هرات ولایت ته تللی وو، د خپلو خبرو پر مهال وویل چې د افغانستان بانک له درېیو میاشتو راهیسې نوي بانکنوټونه بازار ته وړاندې کړي او په بدل کې یې زاړه بانکنوټونه له ګردښت څخه بهر کړي دي چې د سوځولو پروسه یې ادامه لري.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د بانکنوټونو د ژر زړېدو بنسټیز لاملونه په بازار کې د نغدو پیسو کارول، د اداینې د برېښنايي سیستمونو او اعتباري کارتونو نه کارول، د پیسو په شمېرلو کې د یو شمېر هېوادوالو ناسم چلند او د بانکونو پر ځای په کورونو کې د پیسو ساتل په ګوته کړل او له ګرانو هېوادوالو یې وغوښتل ترڅو په سمه توګه د افغانیو په ساتلو کې توجه وکړي.

د یادونې وړ ده چې په لویدیځ زون کې راټول شوي زاړه بانکنوټونه د مالیې او عدلیې وزارتونو، د هرات ولایت د امنیتي مسوولینو او کارکوونکو، د افغانستان بانک د بېلابېلو شعبو له استازو او اړوندو ادارو څخه د جوړ شوي پلاوي په حضور کې ځانګړو بټیو ته انتقال او وسوځول شول.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۶:۵۷
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د ازبکستان د مرکزي بانک له مرستیال سره وکتل

د ۱۴۴۸ کال د صفرالمظفر ۱۱ - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي بانک له مرستیال ښاغلي ابرار میرزا اولیموف سره وکتل.

په دې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۶:۵۹
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د افغانستان د تمویلاتو د تضمین بنسټ له مسئولینو سره وکتل

د افغانستان بانک د لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په مشرۍ د افغانستان د تمویلاتو د تضمین بنسټ (ای سي جي ایف)  له مرستیال ښاغلي ډرک جوزف ټیسن او مل پلاوي سره وکتل. د دې غونډه موخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۸:۳۳
Background image

د افغانستان بانک له شمال او شمال ختیځ زونونو څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۸ کال د محرم الحرام ۲۹- د افغانستان بانک په راکړو ورکړو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه له شمال او شمال ختیځ زونونو څخه راټول شوي د ۱،۱۴۱،۶۶۰،۰۰۰ (یو میلیارد او یو سل و یو. . .

بېرته خبرونه ته