د پولي سیاست په اړه
د افغانستان بانک د مرکزي بانک په توګه په افغانستان کې د پولي سیاست د طرحې، اتخاذولو او اجراء کولو مسئولیت په غاړه لري. د دې بانک پولي سیاست په اقتصاد کې د پیسو د عرضې یا نغدینګۍ مدیریت دی ترڅو د شته ابزارونو په کارولو سره ځانګړې موخه / موخې ترلاسه کړي. د افغانستان بانک د قانون له ۲ مادې سره سم، د افغانستان بانک عمده موخه د کورنیو بیو د ثبات تأمینول او ساتل دي.
د افغانستان بانک خپلې عمده موخې ته له رسیدو سره د تولید او د کاري دندو د برابرولو په برخه کې د دوی د شته مالي سرچینو د کارولو پر بنسټ د پانګوالو باور لوړ کړی دی او له دې لارې کولای شي په اقتصادي وده کې ګټور واقع شي. همدا ډول د دې شاخص ټیکاو د کورنیو په اقتصادي پرېکړو باندې هم اغیز پرېږدي او د سپماوو د کچې د بنسټیزو او ټاکوونکي عواملو څخه شمېرل کېږي. له همدې امله، د افغانستان بانک د بیو د ټیکاو ساتل د خپل بنسټیز هدف په توګه ټاکلی دی، څو له دې لارې وکولای شي د اقتصادي ودې ملاتړ وکړي.