د افغانستان بانک د تېر کال مهمې لاسته راوړنې د رسنیز کنفرانس له لارې د افغانستان شریف ولس ته وړاندې شوې

Mpoya
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۵ - ۱۳:۴۵
د افغانستان بانک د تېر کال مهمې لاسته راوړنې د رسنیز کنفرانس له لارې د افغانستان شریف ولس ته وړاندې شوې

۱۴۴۶ ربیع الاول ۲ مه – د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي د حکومت د رسنیو په مرکز کې د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح پروګرام په ترڅ کې خپلې مهمې لاسته راوړنې او کړنې، چې د ۱۴۰۲ کال د زمري له میاشت څخه د ۱۴۰۳ کال د زمري میاشت پورې موده رانغاړي، د رسنیو له لارې د افغانستان له شریف ولس سره شریکې کړې.

د پروګرام په پیل کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد د افغانستان بانک د بېلابېلو برخو مهمو لاسته راوړنو او کړنو په هکله له هېوادوالو سره معلومات شریک کړل او ويې ویل چې په تېر یو کال کې د افغانستان بانک په بریالۍ توګه د بانکي سکتور د ټینګښت، د افغانۍ ثبات، د انفلاسیون کنټرول، د اسلامي بانکوالۍ پراختیا، د غیر بانکي سکتور د میکانیزه کولو او د مالي خدمتونو د آسانولو په برخه کې مؤثر ګامونه پورته کړي او د پام وړ لاسته راوړنې یې درلودلې دي.

ښاغلي خالد زیاته کړه چې د تېر یوه کال په اوږدو کې د افغانستان بانک د اغېزناکو پولي سیاستونو د تطبیق په پایله کې د اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت په غوره توګه وساتل شو او د ۱۴۰۳ کال د زمري په میاشت کې د ۱۴۰۲ کال د ورته میاشتې په پرتله د افغانۍ ارزښت ۱۷،۲۵ سلنه زیات شو او د سیمې په کچه یې د غوره ارزښت او ثبات لرونکو پولي واحدونو په قطار کې دریم ځای په برخه شو.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد د خپلو خبرو په دوام کې په بانکي سکتور کې د مشتریانو لپاره د آسانتیاوو د رامنځته کولو په تړاو وویل چې په تېر کال کې د خلکو پر امانتونو د محدودیتونو کچه نوره هم راکمه شوه او د بانکي حساب د پرانیستلو په بهیر کې آسانتیاوې رامنځته شوې. ښاغلي خالد زیاته کړه چې له افغاني حسابونو څخه د پیسو ایستلو اوونیزه کچه له ۷۰۰۰۰ افغانیو څخه ۱۵۰۰۰۰ افغانیو او میاشتنۍ کچه له ۲۵۰۰۰۰ افغانیو څخه ۵۰۰۰۰۰ افغانیو ته لوړه شوه. همداراز، له ډالري حسابونو څخه د پيسو ایستلو اوونیزه کچه له ۱۰۰۰ امریکايي ډالرو څخه ۲۰۰۰ امریکايي ډالرو او میاشتنۍ کچه له ۳۰۰۰ ډالرو څخه ۶۰۰۰ ډالرو ته لوړه شوه. دا محدودیتونه به په راتلونکي کې په بشپړه توګه له منځه یوړل شي او د الله تعالی په مرسته او د مرکزي بانک د مؤثرو پالیسیو پر مټ به إن شاء الله بانکي سکتور ژر عادي حالت ته راستون شي.

ښاغلي خالد همداراز د اسلامي بانکوالۍ د پراختیا په تړاو وویل چې د افغانستان بانک په هڅو او هلو ځلو اوسمهال د سوداګریزو بانکونو ټولې چارې د اسلامي شریعت په رڼا کې له سود او غیر مشروع معاملاتو پرته ترسره کیږي. همدا ډول، د ۱۴۰۲ کال په اوږدو کې د وړو او منځنیو تشبثاتو د تمویل، د کاري فرصتونو رامنځته کولو او د سوداګریزو فعالیتونو د پراختیا په موخه د وړو اسلامي تمویلونو مقرره تدوین شوه چې د پلي کېدو وړ ده. هغه د پیسو وینځلو د مخنیوي او د غیربانکي مالي مؤسسو د سکتور د اغېزناکتیا په تړاو وویل چې د صرافیو او پولي خدمتونو وړاندې کوونکو د فعالیتونو د میکانیزه کولو په پار قانون جوړ شو چې د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله لخوا توشیح شو او د یاد سکتور د کړنو د تنظیم او معیاري کولو په برخه کې هم د پام وړ لاسته راوړنې لرو.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد د خپلو خبرو په بله برخه کې هېوادوالو ته د ورځنیو راکړو ورکړو په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په تړاو وویل چې په تېر یو کال کې د افغانستان بانک توانیدلی دی چې د څه باندې ۷ میلیارد افغانیو په ارزښت مندرس بانکنوټونه له بازار څخه راټول او د یوې معلومې کړنلارې سره سم یې د پيسو له دوران څخه بهر کړي چې په بدل کې یې بازار ته نوي بانکنوټونه تزریق شول.

د پروګرام په بله برخه کې د افغانستان بانک د سکتوري برخو مسئولینو په خپل وار د اړوندو آمریتونو د کړنو او لاسته راوړنو په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړل. د پولي سیاست لوی آمر ښاغلي احمد جواد سداد د انفلاسیون د مهارولو، د نغدینګۍ وضعیت او د مندرسو بانکنوټونو په هکله خبرې وکړې. ورپسې د افغانستان بانک د بانکي او مالي خدمتونو د څارنې لوی آمریت مرستیال ښاغلي احسان الله منصور د بانکي سکتور د وضعیت او اسلامي بانکوالۍ د پراختیا او همدارنګه د افغانستان بانک د غیر بانکي مالي مؤسسو د څارنې لوی آمر ښاغلي احمد ظاهر ناصرزي د غیربانکي مالي مؤسسو د فعالیتونو او د پيسو وینځلو او لویو جرمونو څخه د ترلاسه شوو عوایدو پر وړاندې د مبارزې په هکله له هېوادوالو سره معلومات شریک کړل. له هغه وروسته د افغانستان بانک د اداینو سیستم لوی آمر ښاغلي اسدالله مشفق د اداینیزو، معلوماتي او الکترونیکي سیستمونو د پراختیا په تړاو مفصلې خبرې وکړي.

د یادونې وړ ده چې د پروګرام په وروستۍ برخه کې د هېواد د رسنیو د استازو لخوا د پوښتنو لړۍ پیل شوه چې د افغانستان بانک د اړوندو آمریتونو مسئولینو ورته په تفصیل سره ځوابونه وویل.

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۴:۱۹
Background image

د قرغزستاني پلاوي سره د بانکي اړیکو د پراختیا په موخه غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۷ کال د جمادي الثاني ۲۷ مه - د افغانستان بانک او قرغزستاني پلاوي تر منځ د بانکي اړیکو د پراختیا په موخه غونډه ترسره شوه، چې په ترڅ کې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د بانکي اړیکو، مالي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۰:۵۳
Background image

ګرانو هېوادوالو!

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۵:۵۱
Background image

د افغانستان بانک له سویل لویدیځ زون څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د جمادي الثاني ۶ مه - د افغانستان بانک له اړوندو  کړنلارو سره سم د ۴۰۵،۸۹۲،۰۰۰ (څلور سوه پنځه میلیونه او اته سوه دوه نوي زره) افغانیو په ارزښت له سویل لویدیځ زون څخه راټول. . .

بېرته خبرونه ته