د  افغانستان بانک د کارکوونکو لپاره د ترکیې د مشارکتي بانکونو د ټولنې له لوري د روزنیز ورکشاپ پیل

Mpoya
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۸ - ۱۵:۳۷
د  افغانستان بانک د کارکوونکو لپاره د ترکیې د مشارکتي بانکونو د ټولنې له لوري د روزنیز ورکشاپ پیل

۱۴۴۶ جمادي الثاني ۲۶ مه – د ترکیې د مشارکتي بانکونو ټولنه (Participation Banks Association of Turkey) یوه مسلکي ټولنه ده چې د مشارکتي بانکونو د تنظیم، همغږۍ، او د سود څخه د پاکو مالي خدمتونو د ترویج په موخه فعالیت ترسره کوي.

د دې ټولنې له لوري نن د افغانستان بانک د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه د اسلامي بانکوالۍ د اصولو، د خطر مدیریت، د شریعت پر بنسټ محصولاتو، او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو. په دې ورکشاپ کې د ترکیې د مشارکتي بانکونو ټولنې دوه تجربه لرونکي استادان، ښاغلی دکتور صائم کایادبي او دکتور عمر فاروق، د افغانستان بانک کارکوونکو ته روزنه ورکوي.

ورکشاپ د  افغانستان بانک د لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په وینا پرانیستل شو. نوموړي یادونه وکړه چې د افغانستان بانک د خپلو کارکوونکو د ظرفیت لوړونې ته ژمن دی او غواړي د اسلامي بانکوالۍ په برخه کې د نړیوالو تجربو څخه ګټه پورته کړي.

ښاغلي خالد څرګنده کړه چې د افغانستان بانک په بانکي سکتور کې غیر شرعي معاملې ختمې کړي او د یو بشپړ اسلامي بانکي نظام جوړولو ته ژمن دی او اوسمهال ټول بانکي معاملات د حنفي فقهې په رڼا کې، له سود پرته ترسره کېږي.

د ښاغلي خالد په وینا، د مرکزي بانکوالۍ بشپړ اسلامي کېدل یو اوږد مهاله بهیر دی چې  پرله‌پسې هڅو ته اړتیا لري. نوموړي ټینګار وکړ چې د نړیوالو اسلامي هېوادونو تجربې په دې لاره کې د پرمختګ اسانتیا برابروي.

ورکشاپ ته په وینا کې، ښاغلي خالد له ګډونوالو وغوښتل چې د ترکیې هېواد د متخصصینو له تجربو  څخه پوره ګټه واخلي، ترڅو په خپلو عملي چارو کې یې په مؤثر ډول تطبیق کړي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد د ترکیې د مشارکتي بانکونو د ټولنې له استازو سره ځانګړې لیدنه هم وکړه، په دې لیدنه کې یې د اسلامي بانکوالۍ د پراختیا په برخه کې د ترکیې هېواد د مشارکتي بانکونو ټولنې له هلو ځلو او فعالیتونو مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د افغانستان بانک غواړي له ټولو نړیوالو مالي او بانکي بنسټونو سره غوره اړیکې ولري او د اسلامي بانکوالۍ د پراختیا په برخه کې د دوی له تجربو ګټه پورته کړي.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۷:۷
Background image

د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي د عزیزي بنسټ له بنسټګر سره ولیدل

د افغانستان بانک رئیس، ښاغلي نور احمد آغا او لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد د عزیزي بنسټ له بنسټګر ښاغلي میرویس عزیزي سره وکتل او د بانکي سکتور د لا پرمختګ په تړاو یې هر اړخیز بحث. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۴:۲۳
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال ختیځ زون ته د رسمي سفر په ترڅ کې د دې زون له نمایندګیو لیدنه وکړه

د افغانستان بانک د لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق‌الله خالد په مشرۍ یو پلاوي د افغانستان بانک ختیځ زون ته سفر وکړ او د دې زون له مرکز، جلاآباد ښاري څانګې، ګمرک، لغمان، کنړ او تورخم نمایندګیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۳۰ - ۱۵:۶
Background image

د سوداګریزو بانکونو له لوري د ټولګټو پروژو د تمویل میکانیزم لاسلیک شو

د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې د افغانستان بانک او ماليې د محترم وزارت ترمنځ د سوداګریزو بانکونو د ګډون له لارې د ټولګټو پروژو د تمویل. . .

بېرته خبرونه ته