د تدارکاتو آمریت

د تدارکاتو آمریت د عامه تدارکاتو د قانون پر بنسټ د ۲۰۱۵ کال د فبرورۍ په ۲۱ نېټه د افغانستان بانک په اډانه کې د یو جلا آمریت په توګه جوړ شو. یاد آمریت د افغانستان بانک د ټولو تدارکاتي کړنو د پرمخ وړلو او ورته ته د رسیدنې او د قراردادونو د تنظیم مسئولیت پر غاړه لري. د دې آمریت بنسټیزه موخه د افغانستان بانک د ټولو تدارکاتي کړنو او د قراردادونو د تنظیمولو لپاره د اړیکې د یو واحد مرکز رامنځته کول جوړوي.

نورې موخې:

د تدارکاتو آمریت نورې موخې د عامه تدارکاتو د قانون او کړنلارې پر بنسټ او د لاندینیو ټکو په پام کې نیولو سره د افغانستان بانک د کلنیو داخلي اړتیاوو له مخې د توکو او خدمتونو پېرل او چمتو کول رانغاړي.

۱ـ د تدارکاتو په طی مراحلو کې له روڼتیا څخه ډاډ ترلاسه کول؛

۲ـ په اغېزناکه توګه د مالي چارو او عمومي لګښتونو کنټرول؛

۳ـ د توکو په تدارک او چمتو کولو، د کارونو په ترسره کولو او خدمتونو په وړاندې کولو کې له بې ځایه لګښت څخه ډاډ ترلاسه کول؛

۴ـ د تدارکاتو او مناقصو په بهیر کې ټولو وړ داوطلبانو ته د ګډون لپاره د داوطلبۍ د فرصتونو برابرول.