د افغانستان د اسلامي دولت د دورې بانکنوټونه ( له 1992 تر 1995 زیږدیز کاله پوری)

د افغانستان د اسلامی دولت په دوره کې، د اسعارو په وړاندې د افغانئ در ارزښت دحده زیات ټیټوالی له امله، سکې در ګردښت، معاملو او راکړې او ورکړې څخه حذف شوې. په دې دوره کې دمخکې دورې  بانکنوټونه په ګردشت کې ؤ، په ورته وخت کې  د افغانستان اسلامي دولت 5،000 او 10،000 بانکنوټونه هم خپاره کړل. په دې دوره کې، د هغو بانکنوټونه ترڅنګ چې د افغانستان بانک  لخوا خپریدل، ځینی کم ارزښته بانکنوټونه هم دافغانئ  پرنامه د افغانستان په ځینو سیموکې په ګردښت کې وې.

د یادوني وړ ده چي  د افغانستان اسلامی امارت په دوره کې نوي بانکنوټونه چاپ او خپاره نشول او دتیري دورې بانکنوټونه په دې دوره کې هم په ګردښت کې وی.

DAB