رسنیزه اعلامیه

Mpoya
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۳ - ۱۱:۱۱
رسنیزه اعلامیه

۱۳۹۹ د کب ۲

د افغانستان بانک د صرافانو او پولي خدمتو د وړاندې کوونکو د حقوقي جوړښت بدلون د دوو مهمو اصلونو په رڼا کې هر یو: د پیسو وینځلو او ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې د مبارزې د قوانینو او مقرراتو پلي کول چې د ملي شورا لخوا تصویب شوي او دویم اصل؛ چې له نړیوالو شریکانو سره کړې ژمنې دي، تر لاس لاندې نیولی دی.

له انفرادي څخه شرکتي ته د صرافیو او پولي خدمتو د وړاندې کوونکو د اوښتو بهیر یوه نوې پیل شوې پروسه نه ده بلکه پلي کول یې له ۲۰۱۵ کال راهیسې پیل شوی او وروستۍ موده یې ۲۰۲۰ زیږدیز کال ؤ.

د افغانستان بانک د تیرو پنځو کلونو په اوږدو کې، په ځانګړې توګه له تېرو اتو میاشتو راهیسې په هرو دوو اونیو کې د صرافانو د ټولنې له رهبرۍ سره ناسته کړې او د دې ناستو په اوږدو کې د دوی ټولو ستونزو، پوښتنو او وړاندیزونو ته د اړوندو قوانینو او مقرراتو په رڼا کې رسېدنه شوې ده. له صرافانو څخه د افغانستان بانک یوازینۍ غوښتنه د شرکتي جواز اخیستل دي چې په ترلاسه کولو سره یې مونږ د هېواد د قوانینو او مقرراتو پلي کولو او همدارنګه له نړیوالو شریکانو سره د خپلو کړو ژمنو عملي کولو کې پابند یو، بلکه په هېواد کې د سیستم جوړولو ته لبیک وایو او له ګټو او اسانتیاوو یې برخمن کېږو. د صرافانو د ټولنې رهبرۍ د هېواد له ولسمشر سره د یوې ناستې په ترڅ کې ژمنه کړې چې شرکتي جوازونه اخلي او له همدې کبله د رهبرۍ زیات شمېر غړو شرکتي جوازونه اخیستي دي.

په هغه صورت کې چې معترض صرافان او د پولي خدمتو وړاندې کوونکي په تخنیکي برخه او د شرکتي جواز د اخیستلو په پروسه کې کومه ستونزه ولري، د افغانستان بانک حاضر دی څو له قانوني لارې د هغې د حل لپاره لاس په کار شي چې د همدې اصل له مخې د افغانستان بانک په دوو جلا ناستو کې چې یوه د جمهوري ریاست د دویم معاونیت د محترم مقام تر ریاست لاندې او بله یې د ولسي جرګې د ملي اقتصاد په کمیسیون کې جوړه شوې وه ګډون کړی، خو د صرافانو له ټولنې څخه هیڅ چا په دې ناستو کې ګډون کړی نه دی. له همدې امله، ویلای شو چې د صرافانو اعتراض تخنیکي بحث نه لري او د شرکتي جواز د اخیستلو په پروسه کې ټولې ستونزې حل شوي دي.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۱ - ۱۱:۱۷
Background image

د افغانستان بانک 15 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

1445 ذوالحجة الحرام  24 مه - د افغانستان بانک غواړي چې د 1445 کال د ذوالحجة الحرام  د میاشتې په 25 نېټه (1403/04/12) د سه شنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې تر (15) میلیونه امریکايي ډالرو. . .

شنبه ۱۴۰۳/۴/۹ - ۱۶:۵۷
Background image

د اسلامي مالي خدمتونو بورډ کلنۍ غونډه کې د ګډون په موخه د افغانستان بانک سرپرست رئیس جیبوټي هېواد ته لاړ

۱۴۴۵ ذوالحجة الحرام  ۲۲ مه – د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلی هدایت الله بدري او ورسره مل پلاوی جیبوټي هېواد ته لاړ، ترڅو د اسلامي مالي خدمتونو بورډ (IFSB) په ۲۲ کلنۍ غونډه کې ګډون. . .

شنبه ۱۴۰۳/۴/۹ - ۱۶:۳۳
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

په دې وروستیو کې یو شمیر مغرضو اشخاصو د ټولنیزو شبکو په ځینو پاڼو، په ځانګړې توګه ټلګرام کې پر غولوونکو فعالیتونو لاس پورې کړی دی، او د ټولنیزو شبکو د کاروونکو د جلبولو په موخه په. . .

بېرته خبرونه ته