د افغانستان بانک او د صرافانو د یووالي شورا غونډه

Mpoya
چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۵ - ۱۷:۶
د افغانستان بانک او د صرافانو د یووالي شورا غونډه

۱۴۰۰ کال د غوایي ۱۵ مه – د افغانستان بانک د سرپرست ښاغلي اجمل احمدي په مشرۍ د صرافانو د یووالي شورا د رئیس او زیات شمېر صرافانو او د پولي خدمتونو له وړاندې کوونکو سره غونډه جوړه شوه.

دا غونډه د افغانستان بانک او صرافانو د یووالي شورا تر منځ د همغږۍ، د قوانینو او مقرراتو په چوکاټ کې د صرافانو او د پولي خدمتونو د وړاندې کوونکونو ستونزو او وړاندېزونو ته د رسېدنې او د صرافانو د کړنو د میکانیزه کولو په اړه جوړه شوې وه.

د غونډې په پیل کې د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي اجمل احمدي د خپلو خبرو په ترڅ کې یادونه وکړه چې د افغانستان بانک د صرافیو او د پولي خدمتو د وړاندې کوونکو د کړنو د ښه والي او پرمختګ لپاره ژمن دی او تل هڅه کوي چې د غیر بانکي سکتور لپاره وړ او معقولې لارې چارې برابرې کړي.

ورپسې د صرافانو د یووالي شورا رییس ښاغلي امین جان خوستي خبرې وکړې او د صرافیو او پولي خدمتونو په برخه کې یې د ښاغلي اجمل احمدي له کړنو د ستاینې تر څنګ د افغانستان بانک د قوانینو او مقرراتو د تطبیق ژمنه هم وکړه او ټینګار یې وکړ چې د سالمو پولي مراوداتو په برخه کې به خپل مثبت رول ادا کړي.

د دې غونډې په لړ کې یو شمېر نورو صرافانو او د پولي خدمتونو وړاندې کوونکو هم خبرې وکړې او د غیر بانکي سکتور په برخه کې یې د افغانستان بانک د سرپرست ښاغلي اجمل احمدي له کړنو ستاینه وکړه او په دې برخه کې یې د نوموړي رول اغېزناک یاد کړ.

د غونډې په وروستۍ برخه کې ښاغلي اجمل احمدي د افغانستان بانک اړوند آمریت ته لارښوونه وکړه، تر څو د صرافانو او د پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو ستونزو ته د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې رسېدنه وکړي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۴
Background image

د افغانستان بانک له درېیو زونونو راټول شوي ۶۶۰.۲ میلیونه افغانۍ مندرس بانکنوټونه وسوځول

کابل – د ۱۴۴۸ کال د ربیع الثاني ۲مه-  د افغانستان بانک د هېواد د پولي نظام د سالم مدیریت او په راکړو ورکړو کې د لا آسانتیا او ډاډمن چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، له مرکزي زون، جنوب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۶:۵۷
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د ازبکستان د مرکزي بانک له مرستیال سره وکتل

د ۱۴۴۸ کال د صفرالمظفر ۱۱ - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي بانک له مرستیال ښاغلي ابرار میرزا اولیموف سره وکتل.

په دې. . .

بېرته خبرونه ته