د امریکا د سيټي بانک له چارواکو سره د افغانستان بانک د سرپرست آنلاین غونډه

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۲۲ - ۱۷:۲۳
د امریکا د سيټي بانک له چارواکو سره د افغانستان بانک د سرپرست آنلاین غونډه

۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۲۲ مه - د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي اجمل احمدي د یو ویډیو کنفرانس له لارې د امریکا د سیټي بانک له چارواکو سره د تخنیکي همکاریو پر دوام او له افغانستان سره د یاد بانک پر بانکي اړیکو خبرې وکړې.

په پیل کې ښاغلي اجمل احمدي د افغانستان د ټولیز اقتصادي وضعیت په اړه لنډې خبرې وکړې او ورپسې یې د امریکا د سیټي بانک له تخنیکي همکاریو په ځانګړې توګه له بانکي سکتور سره له همکاریو مننه وکړه او په دې برخه کې یې د لا زیاتو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.

د سیتي بانک لوړپوړو استازو چې په دې غونډه کې یې ګډون کړی وو له افغانستان سره د هر ډول تخنیکي همکاریو، تجربو او معلوماتو شریکولو او اغیزناکو بانکي اړیکو پر ټینګولو هوکړه وکړه او په دې برخه کې یې چمتووالی وښود.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۵۸
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

ټولو درنو سوداګرو، شرکتونو او قراردادي بنسټونو ته خبر ورکول کېږي، هغه بانکي ضمانتونه چې د تېرې ادارې پر مهال د پروژو او قراردادونو د تضمین په موخه په بانکونو کې ایښودل شوي وو او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۶:۲۵
Background image

د افغانستان بانک پلاوي د شمال او شمال ختیځ زونونو څخه لیدنه وکړه

د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد په مشرۍ یو پلاوي شمال او شمال خیتځ زونونو ته سفر وکړ او په دې زونونو کې یې د افغانستان بانک له نمایندګیو څخه لیدنه وکړه؛ دا سفر د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۵
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

په دې وروستیو کې داسې راپورونه ترلاسه شوي چې ځینې اشخاص په ورځنیو اقتصادي راکړو ورکړو کې د ۱، ۲  او ۵ افغانیو بانکنوټونو او سکو له اخیستلو څخه ډډه کوي. له همدې امله ټولو هېوادوالو ته. . .

بېرته خبرونه ته