افغانستان ته د بشرپاله مرستو پر دوام د بلې کڅوړې را رسېدل
۱۴۰۱وری ۱۸ مه – له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د بشرپاله مرستو پر دوام نن یو ځل بیا د ۳۲ میلیونه امریکایي ډالرو کڅوړه کابل ته را ورسېده چې د افغانستان نړیوال بانک (AIB) وسپارل شوه.
د افغانستان بانک د نړیوالې ټولنې له مرستو هر کلی کوي او یو ځل بیا ټینګار کوي چې د بانکي سکتور له لارې د دې ډول مرستو تر سره کول روڼتیا رامنځته کوي او خلکو ته د مرستې رسولو په برخه کې آسانتیاوې رامنځته کولای شي.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک د هیواد د مرکزي بانک په توګه له ټولو نړیوالو مالي او بانکي بنسټونو سره د نیکو اړیکو غوښتونکی دی او تمه لري چې نړیواله ټولنه به هم دې برخې ته پاملرنه وکړي او له افغانستان سره به د بانکي اړیکو د آسانتیاوو د رامنځته کولو په برخه کې همکاري وکړي.