د افغانستان بانک د تجربه لرونکو او مسلکي کارکوونکو د ساتلو او ارتقا ورکولو ته ژمن دی

Mpoya
پنجشنبه ۱۴۰۱/۴/۲ - ۱۴:۳۸
د افغانستان بانک د تجربه لرونکو او مسلکي کارکوونکو د ساتلو او ارتقا ورکولو ته ژمن دی

د مسلکي او با استعداده اشخاصو د پېژندنې په لړۍ کې چې د مرکزي بانکوالۍ په برخه کې د غوره تجربې لرونکي دي او په دې وروستیو کې د افغانستان بانک د عامل پلاوي د پرېکړې له مخې د بانک په مهمو پوستونو کې په دندو ګمارل شوي او یا هم ارتقا ورکړل شوې، غواړو په دې برخه کې د مالي راپورنو او معاملو د شننې مرکز مشر ښاغلی جمال ناصر رؤفي در وپېژنو:

ښاغلي جمال ناصر رؤفي په ۲۰۰۸ زېږدیز کال کې د کابل پوهنتون له اقتصاد پوهنځي څخه د لیسانس سند تر لاسه کړی دی او په ۲۰۲۰ زېږدیز کال کې یې له کاردان پوهنتون څخه د مالي په برخه کې د ماسټرۍ سند تر لاسه کړی دی.

نوموړی له ۲۰۰۹ زېږدیز کال راهیسې د افغانستان بانک په بېلابېلو آمریتونو کې په لوړو مدیریتي او د آمریتونو د مرستیالۍ په بستونو کې په بریالۍ توګه دندې تر سره کړې دي.

ښاغلي روفي په افغانستان بانک کې د کار کولو پرمهال په کور دننه او بهر کې روزنیز او د ظرفیت لوړونې کورسونه اخیستي او یو نوښتګر او با استعداده کارکوونکی دی.

ښاغلی جمال ناصر روفي په دې وروستیو کې د افغانستان بانک د مالي راپورونو او معاملو د شننې مرکز د  آمر  په توګه په دنده ګمارل شوی دی، د افغانستان بانک مشرتابه پلاوی نوموړي ته په چارو کې د لا زیاتو بریاوو او خلکو ته د خدمت هیله کوي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۴
Background image

د افغانستان بانک له درېیو زونونو راټول شوي ۶۶۰.۲ میلیونه افغانۍ مندرس بانکنوټونه وسوځول

کابل – د ۱۴۴۸ کال د ربیع الثاني ۲مه-  د افغانستان بانک د هېواد د پولي نظام د سالم مدیریت او په راکړو ورکړو کې د لا آسانتیا او ډاډمن چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، له مرکزي زون، جنوب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۶:۵۷
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د ازبکستان د مرکزي بانک له مرستیال سره وکتل

د ۱۴۴۸ کال د صفرالمظفر ۱۱ - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي بانک له مرستیال ښاغلي ابرار میرزا اولیموف سره وکتل.

په دې. . .

بېرته خبرونه ته