د افغانستان بانک خبرتیا!

Mpoya
یکشنبه ۱۴۰۱/۴/۵ - ۱۵:۱۹
د افغانستان بانک خبرتیا!

د مخکینیو خبرتیاوو په تعقیب، د افغانستان بانک یو ځل بیا درنو هېوادوالو ته خبر ورکوي چې په مرکز او یو شمېر ولایتونو کې ځینې وګړي لا هم د فوریکس د آنلاین سوداګرۍ په نوم مالي معاملې ترسره کوي. د افغانستان بانک تر اوسه هیڅ وګړي یا شرکت ته د فوریکس آنلاین فعالیتونو جواز نه دی صادر کړی او د هغوی فعالیتونه غیر قانوني دي. نو له دغو وګړو او شرکتونو سره معاملې بې خطره نه دي او د هېوادوالو لپاره مالي زیانونه رامنځ ته کوي، له درنو هېوادوالو څخه په کلکه غوښتنه کوو چې د دا شان وګړو او شرکتونو سره له معاملو څخه ډډه وکړي.

د افغانستان بانک هڅه کوي چې د دا ډول فعاليتونو تر سره کوونکي وپېژني او عدلي او قضايي ارګانونو ته یې معرفي کړي، څو له سر غړونکو سره قانوني چلند وشي.

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۶:۱۴
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

ټولو درنو هېوادوالو، د بانکي سکتور مشتریانو او اړوندو ذینفعانو ته خبر ورکول کیږي چې په افغانستان کې د فعالیت لرونکي الفلاح بانک د افغانستان د څانګې مالکیت، د افغانستان بانک تر څارنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۱:۴۶
Background image

د افغانستان بانک او د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې ترمنځ د الکترونیکي تذکرو د معلوماتو شریکولو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د بانکي مشتریانو د هویت د تثبیت، د جعل او درغلۍ د مخنیوي او د بانکي خدمتونو د لا ښه وړاندې کولو په موخه، د افغانستان بانک او د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې ترمنځ د الکترونیکي تذکرو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۷:۱۴
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۸ هـ.ق کال د ربیع الثاني ۱۷مه – د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د دې بانک د لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په مشرۍ چې په ورته وخت کې د افغانستان بانک د عالي شورا مرستیال. . .

بېرته خبرونه ته