په بغلان، فاریاب او پکتیکا ولایتونو کې د بانکي سکتور د لا ټینګښت په اړه غونډه

Mpoya
چهارشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۸ - ۱۵:۱۸
په بغلان، فاریاب او پکتیکا ولایتونو کې د بانکي سکتور د لا ټینګښت په اړه غونډه

د بانکي سکتور د ټيکاو، ټینګښت او لا پیاوړتیا په موخه د افغانستان بانک د هڅو په لړ کې دا ځل په بغلان، فاریاب او پکتیکا ولایتونو کې جلا جلا غونډې جوړې شوې.

په یادو غونډو کې د دې ولایتونو له چارواکو، سوداګرو، د سوداګریزو بانکونو له استازو، اصنافو، سمیهایزو او قومي مشرانو سره د هېواد په اقتصادي رغښت کې د بانکي سکتور په ارزښت، ټیکاو، ټینګښت او پیاوړتیا بحث او د نظرونو تبادله تر سره شوه. همدارنګه په یاده غونډه کې له دې سکتور سره د خلکو د همکارۍ په اړه هم د نظرونو تبادله تر سره شوه او د غونډې ګډونوالو له یاد سکتور څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک تل هڅه کړې ده چې د بانکي سکتور د پیاوړتیا لپاره کار وکړي او د درنو هېوادوالو لپاره په دې برخه کې اړینې آسانتیاوې برابرې کړي. د بانکي سکتور د لا پیاوړتیا لپاره د افغانستان بانک د هلو ځلو دا لړۍ دوام لري او د هېواد تر ټولو ولایتونو به ورسېږي.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۱ - ۱۱:۱۷
Background image

د افغانستان بانک 15 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

1445 ذوالحجة الحرام  24 مه - د افغانستان بانک غواړي چې د 1445 کال د ذوالحجة الحرام  د میاشتې په 25 نېټه (1403/04/12) د سه شنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې تر (15) میلیونه امریکايي ډالرو. . .

شنبه ۱۴۰۳/۴/۹ - ۱۶:۵۷
Background image

د اسلامي مالي خدمتونو بورډ کلنۍ غونډه کې د ګډون په موخه د افغانستان بانک سرپرست رئیس جیبوټي هېواد ته لاړ

۱۴۴۵ ذوالحجة الحرام  ۲۲ مه – د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلی هدایت الله بدري او ورسره مل پلاوی جیبوټي هېواد ته لاړ، ترڅو د اسلامي مالي خدمتونو بورډ (IFSB) په ۲۲ کلنۍ غونډه کې ګډون. . .

شنبه ۱۴۰۳/۴/۹ - ۱۶:۳۳
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

په دې وروستیو کې یو شمیر مغرضو اشخاصو د ټولنیزو شبکو په ځینو پاڼو، په ځانګړې توګه ټلګرام کې پر غولوونکو فعالیتونو لاس پورې کړی دی، او د ټولنیزو شبکو د کاروونکو د جلبولو په موخه په. . .

بېرته خبرونه ته