د اسلامي مالي خدمتونو بورډ کلنۍ غونډه کې د ګډون په موخه د افغانستان بانک سرپرست رئیس جیبوټي هېواد ته لاړ

Mpoya
شنبه ۱۴۰۳/۴/۹ - ۱۶:۵۷
د اسلامي مالي خدمتونو بورډ کلنۍ غونډه کې د ګډون په موخه د افغانستان بانک سرپرست رئیس جیبوټي هېواد ته لاړ

۱۴۴۵ ذوالحجة الحرام  ۲۲ مه – د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلی هدایت الله بدري او ورسره مل پلاوی جیبوټي هېواد ته لاړ، ترڅو د اسلامي مالي خدمتونو بورډ (IFSB) په ۲۲ کلنۍ غونډه کې ګډون وکړي.

دا کلنۍ غونډه په جیبوټي هېواد کې د روان میلادي کال د جولای میاشتې په لومړۍ او دویمه ورځ د اسلامي مالي خدمتونو بورډ او د دې هېواد د مرکزي بانک له لوري جوړېږي چې په ترڅ کې به یې د بورډ د تېر کال پر اجراآتو او مالي راپورونو بحثونه تر سره او بیا تصویب شي. همدارنګه د بورډ غړي هېوادونه به د راتلونکي کال لپاره د شریعت د اصولو په رڼا کې د اسلامي بانکوالۍ اړوندو معایرو، د مالي شرکتونو او بانکونو د ښه مدیریت، پر اسلامي بانکوالۍ د ډیجیټلایزیشن اثر او په نړیواله کچه د اسلامي بانکوالۍ او تمویل د ترویج په اړه پر پلانونو او عملي اقداماتو بحثونه تر سره شي.

د اسلامي مالي خدمتونو بورډ (IFSB) یوه نړیواله اداره ده چې د اسلامي مالي خدمتونو صنعت د سلامت او ثبات د پیاوړتیا لپاره معیارونه چمتو او خپروي. دا معیاورنه د اسلامي شریعت او اصولو په چوکاټ کې د بانکوالۍ سکتور، مالي بازارونو او بیمې په برخه کې د هغو مؤسساتو لپاره رامنځته کېږي چې د اسلامي مالي خدمتونو صنعت په برخه کې فعالیتونه تر سره کوي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک، د اسلامي هېوادونو مرکزي بانکونه، اسلامي بانکونه او نړیوالې ادارې د اسلامي مالي خدمتونو د بورډ (IFSB) غړیتوب لري.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۶
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۱۴
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د یونما له مرستیال او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر سره وکتل

 د ۱۴۴۷ کال د رمضان المبارک ۲۰ مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یونما) له مرستیال اندریکا راتوات او د ملګرو ملتونو د پراختیايي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

بېرته خبرونه ته