د افغانستان بانک خبرتیا

Mpoya
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۵
د افغانستان بانک خبرتیا

په دې وروستیو کې داسې راپورونه ترلاسه شوي چې ځینې اشخاص په ورځنیو اقتصادي راکړو ورکړو کې د ۱، ۲  او ۵ افغانیو بانکنوټونو او سکو له اخیستلو څخه ډډه کوي. له همدې امله ټولو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي چې د ۱، ۲  او  ۵  افغانیو بانکنوټونو په ګډون ټول بانکنوټونه او سکې د هېواد قانوني او مروجې پيسې دي او په ټولو معاملو کې د کارولو وړ دي. هېڅ حقیقي او یا حکمي شخص حق نه لري چې د ورځنیو راکړو ورکړو پر مهال یې له اخیستلو څخه ډډه وکړي.

د افغانستان بانک له ګرانو هېوادوالو څخه غواړي چې د معاملو د آسانتیا، د پولي اصولو د رعایتولو او د هېواد د مالي نظام د ملاتړ په موخه، په خپلو معاملو کې د افغانۍ له ټولو بانکنوټونو څخه ګټه پورته کړي، په سمه توګه یې وکاروي او حفاظت یې وکړي ترڅو له ټاکل شوې مودې څخه مخکې زړې نه شي.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۷:۱۴
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۸ هـ.ق کال د ربیع الثاني ۱۷مه – د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د دې بانک د لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په مشرۍ چې په ورته وخت کې د افغانستان بانک د عالي شورا مرستیال. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱
Background image

د افغانستان بانک او اې سي جي ایف ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۱۴ د ربیع الثاني ۱۴۴۸ کال - د افغانستان بانک او د افغان اعتباري بنسټ نړیوالې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د دغه هوکړه‌لیک د لاسلیک په موخه د افغانستان بانک د عالي شورا په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

بېرته خبرونه ته