د افغانستان بانک د سرپرست رئیس په مشرۍ له صرافانو سره د افغانۍ د ثبات په اړه د غونډې جوړېدل

Mpoya
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۴:۸
د افغانستان بانک د سرپرست رئیس په مشرۍ له صرافانو سره د افغانۍ د ثبات په اړه د غونډې جوړېدل

۱۴۴۶ د رجب المرجب ۲۵ مه – د افغانستان بانک د سرپرست رئیس ښاغلي نوراحمد آغا په مشرۍ د صرافانو ټولنې له استازو سره غونډه جوړه شوه او د افغانۍ د ارزښت ساتنې، احتکار او اسعارو د قاچاق د مخنیوي اړوند مسائلو په اړه یې ورسره خبرې وکړې.

په دې غونډه کې د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي نور احمد آغا یادونه وکړه چې د افغانستان بانک د خپلو قانوني او ملي مسؤلیتونو په چوکاټ کې په پوره تعهد سره هڅې کوي چې د هېواد اقتصادي ثبات، د افغانۍ ارزښت ساتنې، او د بیو د ثبات لپاره اړین اقدامات ترسره کړي.

نوموړي زیاته کړه چې د بیو او د اسعارو د تبادلې په نرخونو کې بدلونونه نه یوازې زموږ په هېواد، بلکې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې رامنځته کېږي. لله الحمد افغانۍ په تېرو څو کلونو کې د سیمې د هېوادونو په کچه د غوره ثبات لرونکو پولي واحدونو په کتار کې ده، چې دا د افغانستان بانک د هلو ځلو، د درنو هېوادوالو د باور او نورو اړوندو ادارو د همکاریو او ښې همغږۍ پایله ده.

د افغانۍ د وروستیو نوساناتو په اړه نوموړي ډاډ ورکړ چې دا نوسانونه  تر ډېره اقتصادي اړخ نه لري او د اندېښنې ځای نشته. ښاغلي نور احمد آغا وویل په مرکز او ولایتونو کې د لیلام پروسې له لارې د اسعارو عرضه، د اسعارو د مبادلې د شفافیت او ښه تنظیم لپاره د ځانګړي بازار رامنځته کول هغه اقدامات دي چې د افغانستان بانک یې تر لاس لاندې لري.

نوموړي همدارنګه د خپلو خبرو پر مهال له صرافانو وغوښتل چې د ملي ګټو په پام کې نیولو سره د احتکار او د اسعارو له قاچاق څخه د مخنیوي په برخه کې همکاري وکړي او که په دې برخه کې سرغړونه ولیدل شي، قانوني چلند به ورسره وشي. 

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د صرافانو ټولنې استازو هم له خپله اړخه د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ او په دې برخه کې یې د لارښونو مراعات کولو ژمنه وکړه.

باید وویل شي چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد، د دې بانک د بېلابېلو آمریتونو آمرینو او د صرافانو ټولنې استازو ګډون درلود.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۷:۱۱
Background image

د افغانستان بانک له ګردښت څخه ایستل شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۱۴مه - د افغانستان بانک په راکړو ورکړو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه له اړوندو کړنلارو سره سم د ۵۸۸،۱۴۰،۰۰۰ (پنځه سوه اته اتیا میلیونه او یو سل و څلویښت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۱:۵۱
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

۱۴۴۷/۰۸/۰۲

ښاغلي فیض احمد خوافي د حیات الله زوی، د حبیب الله لمسی چې د هرات ولایت اوسېدونکی دی، په هېواد کې د بانکوالۍ د جواز د ترلاسه کولو په موخه پر ۲۲/۰۹/۱۴۰۴ نېټه خپل غوښتنلیک د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۴:۷
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

د افغانستان بانک  درنو هېوادوالو ته خبر ورکوي چې د لا ښه خدمت، آسانتیا او چټکتیا په موخه د بین البانکي سیستم (ACSS) اې سي ایس ایس فعالیتونه له دې وروسته په ۲۴ ساعته ډول فعال دي.

اې سي. . .

بېرته خبرونه ته