د افغانستان بانک د ښځو نړیواله ورځ و نمانځله

Mpoya
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۲۰ - ۱۰:۳۲
0

کابل، د ۱۳۹۸ کال د کب ۱۸ مه – د افغانستان بانک د مارچ ۸ مه چې د ښځو نړیواله ورځ ده، د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ونمانځله.

په دغو مراسمو کې چې د افغانستان بانک په مرکزي دفتر کې جوړ شوي وو، په کې د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي د دې بانک ټولو ښځینه کارکوونکو ته د دې ورځې په مناسبت د مبارکۍ تر څنګ په ادارو کې د ښځو له چارو ستاینه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان بانک ژمن دی، څو د دې بانک په اډانه کې د ښځو د پرمختګ لپاره زمینه برابره کړي او د دوی لپاره پراخې آسانتیاوې رامنځته کړي.

د یادو مراسمو ګډونوالو ښځو د افغانستان بانک له مشرتابه څخه د دغو ځانګړو مراسمو د جوړولو له امله مننه وکړه.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۵۸
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

ټولو درنو سوداګرو، شرکتونو او قراردادي بنسټونو ته خبر ورکول کېږي، هغه بانکي ضمانتونه چې د تېرې ادارې پر مهال د پروژو او قراردادونو د تضمین په موخه په بانکونو کې ایښودل شوي وو او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۶:۲۵
Background image

د افغانستان بانک پلاوي د شمال او شمال ختیځ زونونو څخه لیدنه وکړه

د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد په مشرۍ یو پلاوي شمال او شمال خیتځ زونونو ته سفر وکړ او په دې زونونو کې یې د افغانستان بانک له نمایندګیو څخه لیدنه وکړه؛ دا سفر د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۵
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

په دې وروستیو کې داسې راپورونه ترلاسه شوي چې ځینې اشخاص په ورځنیو اقتصادي راکړو ورکړو کې د ۱، ۲  او ۵ افغانیو بانکنوټونو او سکو له اخیستلو څخه ډډه کوي. له همدې امله ټولو هېوادوالو ته. . .

بېرته خبرونه ته