د افغانستان بانک رئیس د خپل سفر پر دوام د فاریاب او آقینې له څانګو لیدنه وکړه

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۳ - ۱۷:۴۴
د افغانستان بانک رئیس د خپل سفر پر دوام د فاریاب او آقینې له څانګو لیدنه وکړه

۱۴۴۶ د صفر المظفر ٣٠ مه – د افغانستان بانک د ټولو رئیس ښاغلي نور احمد آغا د خپل سفر په لړ کې د آقینې او فاریاب له څانګو لیدنه وکړه. د دې سفر موخه د افغانستان بانک له څانګو د نږدې لیدنه، خلکو ته غوره بانکي خدمتونه وړاندې کول، آسانتیاوې راوستل او د مالي خدمتونو پراختیا ده.

د افغانستان بانک رئیس ښاغلي نور احمد آغا د یادو څانګو له کار کوونکو سره د لیدنې پر مهال وویل، چې د افغانستان بانک ژمن دی، ترڅو د درنو هیوادوالو لپاره د غوره خدمتونو د وړاندې کولو، مالي خدمتونو د پراختیا او په دې برخه کې د آسانتیاوو د رامنځته کولولپاره زمینه برابره کړي. نوموړي د دې څانګو کاکوونکو ته د لازمو لارښونو تر څنګ له دوی وغوښتل چې خلکو ته غوره بانکي خدمتونه وړاندې کړي.

باید وویل شي چې د افغانستان بانک رئیس د خپل سفر په لړ کې له دې وړاندې د  بامیان، میدان وردګ او غور ولایت له نمایندګیو لیدنې کتنې تر سره کړې دي.

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۱۱:۹
Background image

په پوره مسئولیت سره د غوره بانکي خدمتونو پر واندې کولو د افغانستان بانک د رئیس ټینګار

۱۴۴۶ د ربیع الاول ۴ مه – د افغانستان بانک د ټولو رئیس ښاغلي نور احمد آغا له شمال زون، مزار شریف او حیرتان کې د افغانستان بانک له څانګو لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د افغانستان بانک د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۵ - ۱۳:۴۵
Background image

د افغانستان بانک د تېر کال مهمې لاسته راوړنې د رسنیز کنفرانس له لارې د افغانستان شریف ولس ته وړاندې شوې

۱۴۴۶ ربیع الاول ۲ مه – د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي د حکومت د رسنیو په مرکز کې د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح پروګرام په ترڅ کې خپلې مهمې لاسته راوړنې او کړنې، چې د ۱۴۰. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۴ - ۱۷:۵۷
Background image

د افغانستان بانک رئیس د سرپل او جوزجان له نمایندګیو لیدنه وکړه

۱۴۴۶ د ربیع الاول ۱ – د افغانستان بانک د ټولو رئیس ښاغلي نور احمد آغا چې د افغانستان بانک له نمایندګیو څخه د لیدنې په موخه یې ولایتي سفر پیل کړی دی نن یې د سرپل او جوزجان ولایتونو له. . .

بېرته خبرونه ته