په ملي پروژو کې د پانګونې د پراختیا لپاره د افغانستان بانک، مالیې وزارت او سوداګریزو بانکونو ګډه غونډه ترسره شوه

Mpoya
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۷:۳۳
په ملي پروژو کې د پانګونې په موخه د افغانستان بانک او سوداګریزو بانکونو ترمنځ غونډه ترسره شوه

۱۴۴۷ هـ.ق د ذوالحجې ۲۱مه – د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد په مشرۍ، د افغانستان بانک، مالیې وزارت او سوداګریزو بانکونو د استازو ترمنځ په ملي پروژو کې د پانګونې او تمویل د پراختیا په موخه غونډه د افغانستان بانک د عالي شورا په تالار کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد وویل چې د ریاست الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې وزارت او د افغانستان بانک ترمنځ د همغږۍ په پایله کې د ملي پروژو د تمویل میکانیزم نهايي شوی، چې له مخې یې سوداګریزو بانکونو ته زمینه برابریږي، ترڅو په مستقیم ډول د هېواد په پراختیایي او زیربنایي پروژو کې پانګونه وکړي او د اقتصادي ودې او پرمختګ په بهیر کې خپل اغېزناک رول ولوبوي.

ښاغلي خالد د هېواد دننه د پانګونې پر اهمیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د بانکوالۍ سکتور ونډه کولای شي د ملي اقتصاد د پیاوړتیا او د پراختیایي پروژو د چټک تطبیق لپاره مهمه سرچینه وګرځي.

نوموړي څرګنده کړه چې د یادې موخې د تحقق لپاره په نننۍ غونډه کې د هرات – مزارشریف د ریل پټلۍ د سترې ملي پروژې په اړه بحث کیږي. د هغه په وینا، دغه پروژه ۶۵۷ کیلومتره اوږدوالی لري او د نږدې ۵۵ میلیارده افغانیو په لګښت به د سوداګریزو بانکونو له لوري تمویلېږي. نوموړي دغه پروژه د هېواد د اقتصادي پراختیا، سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او سیمه‌ییز اتصال لپاره مهمه وبلله.

ښاغلي خالد همداراز وویل چې د هېواد د امنیتي وضعیت له ښه کېدو سره اوس د دې ډول لویو او بنسټیزو پروژو د تطبیق لپاره مناسب فرصت برابر شوی دی. هغه ډاډ څرګند کړ چې د افغانستان بانک به د سوداګریزو بانکونو لپاره د پانګونې او مشارکت لازمې اسانتیاوې برابرې کړي، ترڅو د هېواد په آبادۍ او هوساینې کې فعاله ونډه واخلي.

له بلې خوا، د سوداګریزو بانکونو استازو په یاده پروژه کې د مشارکت او پانګونې لپاره خپل بشپړ چمتووالی او ژمنتیا څرګنده کړه او ویې ویل چې په ملي پروژو کې ونډه اخیستل د دوی لپاره د ویاړ ځای دی او د هېواد د اقتصادي ودې او پرمختګ په برخه کې به خپل مثبت مسئولیت ادا کړي.

د غونډې په پای کې د پروژې پر بېلابېلو تخنیکي، مالي او اجرایي اړخونو هر اړخیز بحث وشو او د لا دقیقې تخنیکي ارزونې لپاره مؤظفو کمېټو ته لازمې سپارښتنې وشوې.

د افغانستان بانک ژمن دی چې د مالي او بانکي نظام د ثبات او سلامتۍ ترڅنګ به د هېواد د دوامدار اقتصادي پرمختګ او د ملي زیربناوو د پیاوړتیا لپاره اغېزناک او عملي ګامونه پورته کوي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۷:۳۳
Background image

په ملي پروژو کې د پانګونې د پراختیا لپاره د افغانستان بانک، مالیې وزارت او سوداګریزو بانکونو ګډه غونډه ترسره شوه

۱۴۴۷ هـ.ق د ذوالحجې ۲۱مه – د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد په مشرۍ، د افغانستان بانک، مالیې وزارت او سوداګریزو بانکونو د استازو ترمنځ په ملي پروژو کې د پانګونې او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۵۸
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

ټولو درنو سوداګرو، شرکتونو او قراردادي بنسټونو ته خبر ورکول کېږي، هغه بانکي ضمانتونه چې د تېرې ادارې پر مهال د پروژو او قراردادونو د تضمین په موخه په بانکونو کې ایښودل شوي وو او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۶:۲۵
Background image

د افغانستان بانک پلاوي د شمال او شمال ختیځ زونونو څخه لیدنه وکړه

د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد په مشرۍ یو پلاوي شمال او شمال خیتځ زونونو ته سفر وکړ او په دې زونونو کې یې د افغانستان بانک له نمایندګیو څخه لیدنه وکړه؛ دا سفر د. . .

بېرته خبرونه ته