د افغانستان بانک لومړی مرستیال خلکو ته د معیاري مالي او بانکي خدمتونو وړاندې کولو په اړه ټینګار وکړ

Mpoya
شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۲:۲۳
د افغانستان بانک لومړی مرستیال خلکو ته د معیاري مالي او بانکي خدمتونو وړاندې کولو په اړه ټینګار وکړ

۱۴۴۶ شوال المکرم ۲۱مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد او مل پلاوي بلخ ولایت ته د خپل سفر په لومړۍ ورځ د شمال زون له همکارانو سره ولیدل او د کارونو ارزونه یې وکړه.

په دې لیدنه کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد د دې بانک له مختلفو برخو لیدنه وکړه او د دې زون کارکوونکو ته یې سپارښتنه وکړه چې درنو هېوادوالو ته معیاري بانکي خدمتونه وړاندې کړي. نوموړي د شمال زون له خزانې څخه هم لیدنه وکړه او مندرسو بانکنوټونو د راټولونې په اړه یې د اړوندې برخې کارکوونکو ته لازمې لارښونې وکړې.

دغه راز، ښاغلي خالد له کارکوونکو سره د نږدې خبرو پر مهال د کاري ستونزو، وړاندیزونو او اړتیاوو په اړه معلومات واخیستل او ډاډ یې ورکړ چې د مرکزي دفتر له لارې به د حل لارو هڅه وشي. نوموړي ټینګار وکړ چې د افغانستان بانک مشرتابه د شفاف، حساب ورکوونکي او خلکو ته عصري سیستمونو د رامنځته کولو لپاره ژمن دی.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد په مشرۍ یو پلاوي چې د ریاست د دفتر لوی آمر ښاغلی فدا محمد فیضان او د بېلابېلو آمریتونو آمرین او مرستیالان یې ملتیا کوي بلخ ولایت ته سفر کړی دی، چې د یکشنبې په ورځ به مالي خدمتونو ته د آسانه لاسرسي، وړو مالي تمویلاتو او برېښنایي اداینو په اړه  په یاد ولایت کې لویه ولسي غونډه ولري.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۷:۱۱
Background image

د افغانستان بانک له ګردښت څخه ایستل شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۱۴مه - د افغانستان بانک په راکړو ورکړو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه له اړوندو کړنلارو سره سم د ۵۸۸،۱۴۰،۰۰۰ (پنځه سوه اته اتیا میلیونه او یو سل و څلویښت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۱:۵۱
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

۱۴۴۷/۰۸/۰۲

ښاغلي فیض احمد خوافي د حیات الله زوی، د حبیب الله لمسی چې د هرات ولایت اوسېدونکی دی، په هېواد کې د بانکوالۍ د جواز د ترلاسه کولو په موخه پر ۲۲/۰۹/۱۴۰۴ نېټه خپل غوښتنلیک د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۴:۷
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

د افغانستان بانک  درنو هېوادوالو ته خبر ورکوي چې د لا ښه خدمت، آسانتیا او چټکتیا په موخه د بین البانکي سیستم (ACSS) اې سي ایس ایس فعالیتونه له دې وروسته په ۲۴ ساعته ډول فعال دي.

اې سي. . .

بېرته خبرونه ته