د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي د عزیزي بنسټ له بنسټګر سره ولیدل

Mpoya
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۷:۷
د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي د عزیزي بنسټ له بنسټکر سره ولیدل

د افغانستان بانک رئیس، ښاغلي نور احمد آغا او لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد د عزیزي بنسټ له بنسټګر ښاغلي میرویس عزیزي سره وکتل او د بانکي سکتور د لا پرمختګ په تړاو یې هر اړخیز بحث ترسره کړ.

په دې لیدنه کې د عزیزي او اسلامي بانکونو د پرمختګ او بهبود په اړه خبرې وشوې او د بانکونو د بشپړ اسلامي کېدو اړوند هر اړخیز بحث ترسره شو. همدارنګه، د افغانستان بانک د مشرتابه پلاوي لخوا نوموړي ته اړینې سپارښتنې وشوې، ترڅو د بانکي خدمتونو د لا ښه والي او د اسلامي بانکوالۍ د ښه پلي کېدو لپاره ګټور ګامونه پورته شي.

ښاغلي میرویس عزیزي د افغانستان بانک د مشرتابه پلاوي له هڅو مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې په یادو بانکونو کې به اسلامي بانکوالي په بشپړ ډول پلې کېږي، د خلکو باور به پیاوړی کیږي، او په دې بانکونو کې به مثبت تغییر راځي.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک د ریاست د دفتر لوی آمر ښاغلي فدا محمد فیضان، د بانکي څارنې او مالي خدمتونو لوی آمر ښاغلي دکتور لطف الله خیرخواه او د دې آمریت مرستیالانو هم ګډون درلود.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۷:۱۱
Background image

د افغانستان بانک له ګردښت څخه ایستل شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۱۴مه - د افغانستان بانک په راکړو ورکړو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه له اړوندو کړنلارو سره سم د ۵۸۸،۱۴۰،۰۰۰ (پنځه سوه اته اتیا میلیونه او یو سل و څلویښت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۱:۵۱
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

۱۴۴۷/۰۸/۰۲

ښاغلي فیض احمد خوافي د حیات الله زوی، د حبیب الله لمسی چې د هرات ولایت اوسېدونکی دی، په هېواد کې د بانکوالۍ د جواز د ترلاسه کولو په موخه پر ۲۲/۰۹/۱۴۰۴ نېټه خپل غوښتنلیک د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۴:۷
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

د افغانستان بانک  درنو هېوادوالو ته خبر ورکوي چې د لا ښه خدمت، آسانتیا او چټکتیا په موخه د بین البانکي سیستم (ACSS) اې سي ایس ایس فعالیتونه له دې وروسته په ۲۴ ساعته ډول فعال دي.

اې سي. . .

بېرته خبرونه ته