د افغانستان د سرپرست رئیس په مشرۍ د سوداګریزو بانکونو له رئیسانو سره غونډه تر سره شوه

Mpoya
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۸ - ۱۶:۵۶
د افغانستان د سرپرست رئیس په مشرۍ د سوداګریزو بانکونو له رئیسانو سره غونډه تر سره شوه

د ۱۴۴۶ د رجب المرجب ۲۶ مه – د افغانستان بانک د سرپرست رئیس ښاغلي نور احمد آغا په مشرۍ د سوداګریزو بانکونو له رئیسانو سره د افغانۍ د ثبات او بانکي سکتور د فعالیتونو د پراختیا په اړه غونډه جوړه شوه.

د دې غونډې په پیل کې د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئیس ښاغلي نور احمد آغا یادونه وکړه چې د افغانۍ د ارزښت ساتنه د افغانستان بانک د کاري لومړيتوبونو په سر کې ځای لري او دا بانک توانیدلی دی چې د بېلابېلو اقداماتو په تر سره کولو سره د افغانۍ له ارزښت څخه ساتنه وکړي.

نوموړي زیاته کړه په تېرو څو ورځو کې د اسعارو پر وړاندې د افغانۍ په نرخ کې تغیرات رامنځته شوي وو، خو د پولي سیاستونو د بېلابیلو ابزارونو او اړینو ګامونو په پورته کولو سره د افغانستان بانک توانیدلی دی چې بازار عادي حالت ته را وګرځوي. ښاغلي نور احمد آغا وویل، چې په دې برخه کې لا هم هلې ځلې روانې دي او په کار ده چې ټولې اړوندې ادارې په پوره همغږۍ کار وکړي.

نوموړي همدارنګه د هېواد په اقتصادي رغښت او پرمختګ کې د سوداګریزو بانکونو پر مثبت رول خبرې وکړي او د بانکونو له رئیسانو یې وغوښتل چې د ملي مسئولیت په پام کې نیولو سره خپل معاملات په افغانۍ تر سره کړي.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د سوداګریزو بانکونو رئیسانو هم د موضوع اړوند نظرونه شریک کړل او له خپله اړخه یې د افغانستان بانک د سپارښتونو د عملي کولو ژمنه وکړه.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک د بېلابېلو برخو مسئولینو هم ګډون درلود.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۷:۱۱
Background image

د افغانستان بانک له ګردښت څخه ایستل شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۱۴مه - د افغانستان بانک په راکړو ورکړو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه له اړوندو کړنلارو سره سم د ۵۸۸،۱۴۰،۰۰۰ (پنځه سوه اته اتیا میلیونه او یو سل و څلویښت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۱:۵۱
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

۱۴۴۷/۰۸/۰۲

ښاغلي فیض احمد خوافي د حیات الله زوی، د حبیب الله لمسی چې د هرات ولایت اوسېدونکی دی، په هېواد کې د بانکوالۍ د جواز د ترلاسه کولو په موخه پر ۲۲/۰۹/۱۴۰۴ نېټه خپل غوښتنلیک د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۴:۷
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

د افغانستان بانک  درنو هېوادوالو ته خبر ورکوي چې د لا ښه خدمت، آسانتیا او چټکتیا په موخه د بین البانکي سیستم (ACSS) اې سي ایس ایس فعالیتونه له دې وروسته په ۲۴ ساعته ډول فعال دي.

اې سي. . .

بېرته خبرونه ته