د افغانستان د مالي او بانکي انستیتیوت د مدیره پلاوي غونډه

Mpoya
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۶/۲۶ - ۱۵:۳۲
د افغانستان د مالي او بانکي انستیتیوت د مدیره پلاوي غونډه

کابل، د ۱۳۹۸ کال د وږي۲۶ مه – د افغانستان بانک د سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشیر په مشرۍ د افغانستان د مالي او بانکدارۍ انستیتیوت د مدیره پلاوي غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې د افغانستان د مالي او بانکدارۍ انستیتیوت اجرائیوي مشر ښاغلي لطف الحق نور پسرلي له تېر ۲۰۱۱ میلادي کال را په دېخوا د یاد انستیتیوت په اډانه کې د تر سره شویو چارو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

ښاغلي واحدالله نوشیردافغانستان دمالي او بانکدارۍانستیتیوت په اډانه کې له ترسره شویوچارودمننې ترڅنګ دوی ته په دې برخه کې دلازیاتوپرمختګونودراتګ هيله وښوده او په دغه غونډه کې په یو شمېر نورو موضوعاتو  د نظرونو تبادله وشوه.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د افغانستان د مالي او بانکي انستیتیوتاجرائیوي مشر ښاغلي لطف الحق نور پسرلي د یاد انستیتیوت د مدیره هیئت غړيو ښاغلي بهرام برزین، ډاکتر سالم امید او په مالي سکتور کې د افغانستان بانک د ریاست مقام سلاکار ښاغلي سید عبدالغفور سادات هم ګډون کړی وو.

پاتې د نه وي چې دا انستیتیوت په ۲۰۱۰ میلادي کال کې جوړ شوی دی چې د مالي او بانکدارۍ برخو کې روزنیز خدمتونه وړاندې کوي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۸ - ۱۱:۷
Background image

د افغانستان بانک 28 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

کابل، 1399 کال د مرغومی 28ـ د افغانستان بانک غواړي چې د 1399 کال د مرغومی میاشتې په 29 نېټه د دوشنبې په ورځ د داوطلبۍ په اوږدوکې شاوخوا 28 میلیونه امریکايي ډالره د یوې ازادې او رڼې. . .

یکشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۸ - ۱۰:۵۵
Background image

د ازبکستان د مرکزي بانک له چارواکو سره انلاین غونډه جوړه شوه

۱۳۹۹ د مرغومي ۲۷- د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي اجمل احمدي د ازبکستان د مرکزي بانک له لوړ پوړو چارواکو سره انلاین غونډه ترسره کړه.

دا غونډه چې له نړیوالو او سیمه ایزو ادارو او مالي. . .

یکشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۸ - ۱۰:۴۹
Background image

د افغانستان، ترکمنستان او آذربایجان د کاري ډلې د درې اړخیزې غونډې جوړیدل

۱۳۹۹ د مرغومې ۲۷ – د اقتصادي همکاریو په تړاو د افغانستان، ترکمنستان او اذربایجان ترمنځ د درې اړخیزې کاري ډلې غونډه په انلاین ډول جوړه او په لړ کې یې د غړو هېوادونو ترمنځ د درې اړخیزې. . .

بېرته خبرونه ته