د بانکدارۍ سکټور د ثبات او پیاوړتیا لپاره هڅې دوام لري

Mpoya
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۲ - ۱۶:۴۷
د بانکدارۍ سکټور د ثبات او پیاوړتیا لپاره هڅې دوام لري

د ۱۴۴۴ کال د ربیع الثاني ۲۸ مه - د افغانستان بانک د بانکي څارنې د لوی آمر ښاغلي عبدالرحمن قانت په مشرۍ د سوداګریزو بانکونو د مشرتابه پلاوي، عملیاتي آمرینو، مدیرانو او نورو مسؤلینو په ګډون د افغانستان بانک د کنفرانسونو په تالار کې غونډه جوړه شوه.

په یاده غونډه کې د افغانستان بانک د بانکي څارنې لوی آمر ښاغلي عبدالرحمن قانت د هېواد د اقتصادي وضعیت په وده کې د بانکي سکتور د ټینګښت پر ارزښت خبرې وکړې او د سوداګریزو بانکونو له استازو یې و غوښتل چې د وطندوستۍ اصل په نظر کې نیولو سره د درنو هېوادوالو لپاره غوره خدمتونه وړاندې کړي او د هېواد او خلکو په وړاندې اغېزناک رول تر سره کړي.

ښاغلي قانت د سوداګریزو بانکونو له عملیاتي مسوولینو څخه وغوښتل چې له پیرودونکو سره ښه چلند وکړي او د خلکو لپاره په مسلکي او حرفه اي چوکاټ کې غوره مالي خدمتونو ته د لاسرسي د زمینې په برابرولو سره د هېواد په پرمختګ کې ګامونه پورته کړي.

دغه راز د سوداګریزو بانکونو مسوولینو د دغې سترې غونډې له ترسره کولو څخه د مننې تر څنګ له بانکي سکتور سره د افغانستان بانک پر دوامدارو مرستو ټینګار وکړ او د بانکدارۍ سکتور د ودې او پیاوړتیا لپاره یې لازم چمتووالی وښود.

د یادونې وړ ده چې په یاده غونډه کې د افغانستان بانک د پالیسۍ ستر سلاکار ښاغلي لطف الحق نور پسرلي او د دې بانک د یو شمېر آمریتونو آمرینو هم ګډون کړی وو.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۷:۱۴
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۸ هـ.ق کال د ربیع الثاني ۱۷مه – د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د دې بانک د لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په مشرۍ چې په ورته وخت کې د افغانستان بانک د عالي شورا مرستیال. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱
Background image

د افغانستان بانک او اې سي جي ایف ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۱۴ د ربیع الثاني ۱۴۴۸ کال - د افغانستان بانک او د افغان اعتباري بنسټ نړیوالې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د دغه هوکړه‌لیک د لاسلیک په موخه د افغانستان بانک د عالي شورا په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

بېرته خبرونه ته