د تش بست خبرتیا

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۰ - ۱۱:۲۲
اعلان بست خالی

د خپریدو نېټه

د پای نیټه

د دندې عنوان: د معلوماتي تکنالوژۍ ارشد مدیر

آمریت: آمریت د افغانستان د اداینو سیتستم لوی آمریت

گریډ: نهم (9)

د پیل نیټه : ۱۴۴۶ د ربیع الاول ۲۶

تاریخ ختم : ۱۴۴۶د ربیع الثاني ۹

د ګمارنې: دایمي

دندې او مسوولیتونه:

د اړوندو کارکوونکو د کړنو مدیریت، مشري، څارنه، کنترول او ارزونه، د کار د ښه والي لپاره د هڅونې رامنځته کول، د کار مؤثریت او تولید زیاتول، د روزنیزو اړتیاوو ټاکل او د هغوی د ظرفیت لوړول.

• د مستقیم مدیر سره د تقنيني او اداري اسنادو لکه مقررو، لوایحو، پلانونو، ستراتیژیانو، تګلارو، د کارکوونکو د دندو لایحو ، کاري کړنلارو او د افغانستان د اداینو سیستم لوی آمریت فورمو په طرحه، تسوید، تعدیل او طی مراحلو کې همکاري.

• د اړوندو برخو سره په اړه د کاري بهیر د اسانتیا په ځانګړې توګه د بودیجې په برخه کې د اړیکو او همغږۍ رامنځته کول. 

• د میاشتني، ربعوار او کلني راپورونو راټولول او یوځای کول، او مستقیم مدیر ته یې سپارل.

• د ادارې له عمومي پلان سره په مطابقت د میاشتني، درې میاشتني او کلني کاري پلانونو طرح او ترتیب.

• د میاشتني، درې میاشتني او کلني راپورونو وړاندې کول، او د اړتیا په صورت کې د مستقیم آمر او واک لرونکو مقاماتو ته راپور ورکول.

• د فعالیتونو د ښه والي په موخه د هڅونې رامنځته کولو لپاره د کارکوونکو د کړنو ارزونه.

• د کار اغیزمنتوب او تولید لوړول، د روزنې اړتیاوو ټاکل او د ظرفیت لوړونه.

• د معلوماتي ټکنالوژۍ د تګلارو او کړنلارو طرحه، ترتیب او په زیربناوو کې تطبیق.

• د انټرنیټ خدماتو او د معلوماتي ټکنالوژۍ زیربناوو کنټرول، څارنه او مراقبت.

• په شبکه او زیربناوو کې د تخنیکي ستونزو ارزونه، د حل لارې موندل او د ستونزو لرې کول.

• مستقیم آمر ته مسلکي او تخنیکي مشورې وړاندې کول، او د موخو او پروګرامونو په تطبیق کې د پریکړو نیول.

• د معلوماتي ټکنالوژۍ پروژو، سافټویرونو او تخنیکي وسایلو تخنیکي ارزونه.

• د سرورونو تخنیکي ستونزو د حل ډاډ ترلاسه کول او له بهرنیو ګواښونو څخه مخنیوی.

• د کړنلارو او لارښودونو پراختیا، او اړوندو برخو ته د معلوماتي ټکنالوژۍ اړوند خدماتو وړاندې کول.

• د سرورونو او شبکې تخنیکي څارنه، ترڅو په رسمي چارو کې له معقول کارونې ډاډ ترلاسه شي.

• د DR سایټ او د اړوند سیسټمونو د بیک اپ څارنه او کنټرول.

• د برېښنا، جنراتور او د سرور فارم لپاره د اړین UPS سیستمونو د فعال ساتلو څخه ډاډ ترلاسه کول.

• له ISID او عملیاتي مدیریتونو سره د بریښنایي پیسو ادارو د نښلولو په برخه کې همغږي.

• د معلوماتي ټکنالوژۍ آمریت اړوند اړتیاوې ارزول ترڅو سیستمونه په ښه ډول تجهیز شي.

• د پلان شویو پروژو لپاره د معلوماتي ټکنالوژۍ د پرمختیا په برخه کې د پروپوزلونو په ترتیب او تنظیم کې مرسته.

• د نورو اړوندو دندو ترسره کول چې د مقاماتو لخوا د ادارې د قوانین، مقرراتو او موخو له مخې سپارل کیږي.

• د کاري پلانونو ترتیب او مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د کاري راپور وړاندې کول.

• د نورو هغو دندو او مسئولیتونو ترسره کول چې د کړنلارو، لارښوونو او د لوړو مقاماتو له هدایاتو سره سم د لایحې او مقرراتو له مخې سپارل کېږي.

د زده کړې درجه:

د کمپیوټر ساینس، معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د لیسانس درلودل، او په یادو برخو کې د ماسترۍ او دوکتورا درجې ته لومړیتوب ورکول کیږي.

تجربه:

د دندې اړوند (4) کاله کاري تجربه.

مهارتونه او وړتیاوې:

په رسمي ژبو او انګلیسي باندې تسلط، د کمپیوټري پروګرامونو او بانکي سیسټمونو سره بلدتیا، د مدیریتي او رهبرۍ مهارتونو درلودل، د بانکي مقرراتو او قوانینو سره بلدتیا، د لیکونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د تحریر وړتیا، د کاري مسئولیتونو درک، په ساحه کې د ستونزو پېژندنه، په خبرو کې فصاحت او بلاغت، د پروپوزلونو د ترتیب او د پروژو مدیریت وړتیا درلودل، د دندې د محرمیت ساتنه او د مرکزي بانک د دندو او موخو څخه پوهاوی.

شخصي صفتونه او ارزښتونه:

 رښتینی، د نیک چلند خاوند، نوښتګر، ډسپلین لرونکی، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسئولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.

یادونه:

• درخواست کوونکی کولای شي لومړی په Jobs.dab.gov.af ویب پاڼه کې ځانته یوزر جوړ او بیا د خپلي خوښي بست وټاکي او غوښتل شوي سندونه دې د pdf په بڼه اپلوډ کړي.

• د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.

• د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies