د تش بست خبرتیا
د خپریدو نېټه
د پای نیټه
د بست نوم: د معلوماتي ټکنالوژۍ سیستم ارشد مدیر
آمریت : د افغانستان د اداینو سېستم لوی آمريت
ګریډ: نهم (9)
د پیل نېټه: 1446 جمادی الاول 7
د پای نېټه : 1446 جمادی الاول 21
د ګمارنې ډول: دایمي
د دندې لایحه:
• د چارو د ښه والي او د کاري اغیزناکتیا د زیاتیدو، د روزنیزو اړتیاوو د معلومولو او د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو لپاره د انګېزې رامنځته کولو په موخه د کارکوونکو د کارونو مدیریت، رهبري، څارل، کنټرولول او ارزول؛
• د مالي او محاسبې د لوی آمریت د تقنیني او اداري سندونو لکه مقررو، لایحو، پلانونو، ستراتیژیو، پالیسیو، د کارکوونکو د دندو لایحو، کاري کړنلارو او فورمو په طرحه کولو، ترتیبولو، تسویدولو، تعدیلولو او طی مراحلو کې له مستقیم مدیر سره همکاري؛
• د بودېجې په برخه کې د کاري بهیر د اسانتیا لپاره له اړوندو برخو سره د اړیکو او همغږۍ درلودل؛
• د میاشتني، درې میاشتني او کلني راپورونو راټولول او تنظیمول او مستقیم مدیر ته یې لیږل؛
• له بانکي سیستمونو سره د نښلولو (اتصال) پلان او مدیریت؛
• له بانکي سیستمونو سره د نښلولو لپاره د بهیر او حل لارې طرحه؛
• له بانکي سیستمونو سره د نښلولو لپاره له بهرنیو ادارو سره د اړیکې ټینګول او خبرې کول؛
• له بانکي سیستمونو سره د نښلولو لپاره د پروګرامونو پراختیا؛
•د نصب شوو معلوماتي سیستمونو د کړنو څارنه؛
• په برخه کې د اړوندو کارکوونکو د ګمارنې او روزنې څارنه؛
• د تر کنټرول لاندې کارکوونکو مدیریت او رهبري؛
• له بانکي سیستمونو سره د نښلولو په اړه د تخنیکي مدارکو لیکل؛
• له تخنیکي سیستمونو سره د نښلولو د ستونز پیدا کول؛
• د اړونده بانکي معلوماتي سیستمونو د تدارکاتو پلان او څارنه؛
•د کاري پلانونو چمتو کول او مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د کاري راپور وړاندې کول؛
•د نورو ټولو هغو دندو او مسئولیتونو ترسره کول چې د کړنلارو او د لوړ پوړي مقام د لارښوونو پر بنسټ له لایحې او مقررو سره سم ورسپارل کېږي.
د بست اړین شرطونه
د زده کړې درجه او رشته: په کمپیوتر ساینس او مالوماتي ټکنالوجۍ کې لیسانس او د ماسټرۍ سند لرونکي ته ترجیح ورکول کېږي.
تجربه:
د دندې اړوند (4) کلنه تجربه
مهارتونه او وړتیاوې:
د هېواد له رسمي او انګلیسي ژبو سره بلدتیا، له کمپیوټري پروګرامونو او بانکي سیستمونو سره بلدتیا، د مدیریتي او رهبرۍ د مهارتونو درلودل، له بانکي قوانینو او مقررو سره بلدتیا، د مکتوبونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د لیکلو وړتیا، د کاري مسئولیتونه درک کول او په کاري ساحو کې د ستونزو پیژندل، په وینا کې فصاحت او بلاغت او د پروپوزلونو د ترتیبولو او د پروژو د اداره کولو د وړتیا درلودل، د دندې د محرمیت ساتل او د مرکزي بانک د دندو او موخو په اړه پوهاوی.
شخصي صفتونه او ارزښتونه:
صادقه، د نیک چلند خاوند، د متقابل درناوي درلودونکی، نوښتګر، بادسپلین، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار کولو ته لېواله، همکار، مسؤلیت منونکی، تصمیم نیونکی او په کاري برخه کې مسلکي او ښه همغږي رامنځته کوي.
یادونه:
نوټ: درخواست کوونکي یوازی ددې Jobs.dab.gov.af ویب سایت له لاری باید اول ځانته یوزر جوړ او بیا د خپلي خوښي بست ته اپلای وکړي.
د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.
د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.