د تش بست خبرتیا

Mpoya
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۵ - ۸:۹
د تش بست خبرتیا

د خپریدو نېټه

د پای نیټه

د دندې عنوان: د حقوقي مشاوریت د دفتر مرستیال

آمریت: د حقوقي مشاوریت دفتر

گریډ: یولسم  (۱۱)

د پیل نېټه: ۱۴۴۶ د جمادی الاول ۳۰

د پای نېټه: ۱۴۴۶د جمادي الثاني ‍۱۴

د ګمارنې ډول: دایمي

دندې او مسئولیتونه:

د اجرااتو د ښه والي، د کاري اغېزناکتیا او ګټورتیا د زیاتولو، د ښوونیزو اړتیاوو د معلومولو او د هغوی د ظرفیت لوړولو لپاره د انګېزې رامنځته کولو په موخه تر څار لاندې کارکوونکو د کړنو د مدیریت، رهبرۍ، څارلو، کنټرول او ارزولو په برخه کې له حقوقي سلاکار سره همکاري کول او د حقوقي سلاکار په نه شتون کې د چارو سرپرستي کول؛

د لارښوونې او د بانکوالۍ قانون او مقررو او د هېواد له نورو نافذه قوانینو سره سم د سوداګریزو بانکونو (اسلامي او دودیزو بانکونو) او د غیر بانکي مالي ادارو د مسایلو په اړه د حقوقي مشورو او نظرونو وړاندې کول؛ 

د بانک لپاره د تقنینی او اداري سندونو لکه مقررو، هوکړه لیکونو، پروتوکولونو، پلانونو او د افغانستان بانک د اړتیا وړ تګلارو طرحه کول، تسویدول، تعدیلول او طی مراحل کول؛ 

د افغانستان بانک د نورو تقنینی سندونو، مقررو، تګلارو او داخلي کړنلارو تدقیق او طی مراحل کول؛ 

د موبایل له لارې د بانکوالۍ اړوندو موضوعاتو په اړه د سوداګریزو بانکونو او مخابراتي شرکتونو د جوازونو ترلاسه کولو لپاره د اړینو سندونو په اړه د قوانینو او مقررو په رڼا کې د حقوقي مشورو وړاندې کول؛ 

د قراردادونو، هوکړه لیکونو او داسې نورو ورته سندونو په اړه چې د افغانستان بانک یې یو اړخ او د هغه لاسلیک کوونکی وي، د حقوقي مشورو وړاندې کول ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې دا سندونه له اړوندو نافذه قوانینو او مقررو سره مطابقت لري؛ 

له لارښوونو سره سم د هېواد دننه او بهر د افغانستان بانک په استازیتوب په غونډو، کنفرانسونو، سیمینارونو، ورکشاپونو او نورو روزنیزو پروګرامونو کې ګډون کول؛ 

د بانکي قوانینو او مقررو په رڼا کې د اړوندو چارو په اړه مستقیم مدیر، واک لرونکي آمر، د عامل پلاوي غړو او د افغانستان بانک عالي شورا ته د حقوقي مشورو وړاندې کول؛ 

د صرافانو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو د ستونزو په اړه چې د اړوندو آمریتونو له لارې د حقوقي مشاوریت دفتر ته رالیږل کیږي، د حقوقي نظرونو وړاندې کول؛ 

د هېواد په عدلي او قضايي ارګانونو کې د نورو سپارل شوو قضیو تعقیبول؛ 

د قضایي دعوو دفاع او تعقیبول چې د افغانستان بانک ګټه پکې مطرح وي؛ 

د مخابراتي شرکتونو او نورو غیر بانکي مالي موسسو د موضوعاتو په اړه د حقوقي نظرونو وړاندې کول چې د موبایل له لارې د بانکوالۍ خدمتونو د وړاندې کولو جواز لري؛ 

د قراردادونو، تقنیني او اداري سندونو په اړه د اړینو حقوقي مشورو وړاندې کول او د افغانستان بانک د نړیوالو قراردادونو د حقوقي ساحې په اړه د نظر څرګندول؛ 

د سرغړونې او د قانون نه منلو د قضیو او نورو سپارل شوو قضیو په اړه اړینې حقوقي مشورې او د افغانستان بانک د قوانینو او مقررو د تعدیلاتو او تسویدېدو په اړه د نظرونو وړاندې کول؛ 

د افغانستان بانک د تقنیني موضوعاتو او د جواز لرونکو بانکونو له لورې د را استول شوو حقوقي موضوعاتو تعقیبول؛ 

د هېواد له نورو نافذه قوانینو سره د افغانستان بانک د قوانینو او مقررو د تسوید، تعدیل، له منځه وړلو یا همغږي کولو په اړه اړینو مشورو او لارښوونو وړاندې کول؛ 

د قراردادونو او د حقونو د ترلاسه کولو د طریقې اړوند حقوقي موضوعاتو په اړه د عدلیې وزارت د حقوقي ادارو له لورې د راستول شوو موضوعاتو په اړه نظر وړاندې کول؛ 

د کاري پلانونو ترتیبول او مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د کاري راپور وړاندې کول.

د نورو هغو دندو او مسئولیتونو ترسره کول چې د کړنلارو، لارښوونو او د لوړو مقاماتو له لارښوونې سره سم د لایحې او مقررو له مخې سپارل کېږي.

د زده کړې درجه:

د حقوقو یا شرعیاتو په برخه کې د لیسانس درلودل او په یادو برخو کې د ماسترۍ او دوکتورا سند لرونکو ته لومړیتوب ورکول کیږي.

تجربه:

د دندې اړوند (5) کلنه کاري تجربه.

مهارتونه او وړتیاوې:

د مدیریتي مهارتونو درلودل، په خبرو کې فصاحت او بلاغت، د هیواد له رسمي ژبو او انګلیسي ژبې سره بلدتیا، د کمپیوټري پروګرامونو او د هیواد د حقوقي، قضایي، جزایي او بانکي سیستمونو سره بلدتیا، د هیواد د نافذه بانکي قوانینو او مقررو  او د تصفیې د بهیر سره بلدتیا، د رسمي لیکونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د لیکلو وړتیا درلودل، د حقوقي موضوعاتو په تحلیل او د مناسبو لارو چارو په وړاندې کولو کې د پام وړ وړتیا درلودل.

شخصي صفتونه او ارزښتونه:

 رښتینی، د نیک چلند خاوند، نوښتګر، ډسپلین لرونکی، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسوولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.

یادونه:

درخواست کوونکي کولای شي لومړی په Jobs.dab.gov.af ویب پاڼه کې ځان ته یوزر جوړ او بیا د خپلي خوښي بست وټاکي او غوښتل شوي سندونه دې د pdf په بڼه اپلوډ کړي.

د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.

• د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies