د تش بست خبرتیا

Mpoya
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۷ - ۱۴:۲۸
د تش بست خبرتیا

د خپریدو نېټه

د پای نیټه

د دندې عنوان: د افغانستان د بانکوالۍ او مالي انسټیټیوټ د خدمتونو او تدارکاتو مدیر

آمریت: د افغانستان د بانکوالۍ او مالي انسټیټیوټ

د پیل نېټه: ۱۴۴۶ ذوالقعدة الحرام  ۱۵

د پای نېټه: ۱۴۴۶ ذوالقعدة الحرام  ۲۷

د ګمارنې ډول: دایمي

دندې او مسوولیتونه:

•  د اجرااتو د ښه والي، د اغېزناکتیا او ګټورتیا د زیاتولو، د روزنیزو اړتیاوو د ټاکلو او د هغوی د ظرفیت لوړولو لپاره د انګېزې رامنځته کولو په موخه تر کنټرول لاندې کارکوونکو د کړنو مدیریت، رهبري، څارل، کنترول او ارزول؛

• د اړتیا په صورت کې د آمریت د لا ښه مدیریت په موخه عامل پلاوي ته د لید لوري او ستراتیژیک چوکاټ په اړه د نظرونو وړاندې کول؛

• د ستراتیژیکو پلانونو او روښانه او مناسبو پالیسیو له طرحې او پلي کېدو څخه د ډاډ ترلاسه کول؛

•  د افغانستان د بانکوالۍ او مالي انسټیټیوټ د ستراتیژۍ په رڼا کې د مناسبو اصلاحاتو او نوښتونه رامنځته کول او د لوایحو، کړنلارو او پالیسیو په عملي کولو کې ملاتړ او همکاري کول؛

• د تدارکاتي پلان ترتیب او تصدیقول؛

• له کاري پلان سره سم د خدمتونو او تدارکاتي چارو د وړاندې کولو لپاره د قوانینو، مقرراتو او تګلارو په رڼا کې تر کنټرول لاندې کاري ساحو د سرچینو او کړونو مدیریت کول؛

• په ورځني ډول د خدمتونو له وړاندې کولو څخه په ډاډ ترلاسه کولو سره د افغانستان د بانکوالۍ او مالي انسټیټوټ د ارزښت لوړول او په خدماتي او تدارکاتي پروسې کې همغږي درلودل، د اسانتیاوو رامنځته کول، اجراء او مدیریت کول؛

• له پالیسو سره سم د انسټیټوټ د اړتیا وړ تجهیزاتو، موادو او لوازمو تدارک او پېرل؛

• د افغانستان د بانکوالۍ او مالي انسټیټوټ د خدماتي او تدارکاتي کړنو د تطبیق پر مهال، د تدارکاتو له قانون او د انسټیټوټ له اړوندو خدماتي او تدارکاتي کړنلارو او لارښودونو له بشپړ مطابقت څخه ډاد ترلاسه کول؛

• د مالي کال له پای ته رسېدو یو میاشت مخکې، د خدماتي او تدارکاتي کړنو د کلنۍ بودجې له پلي کېدو څخه د ډاډ ترلاسه کولو په موخه د کارکوونکو او سرچینو د اړتیاوو پلانول؛

• د تدارکاتو له قانون سره سم د افغانستان د بانکوالۍ او مالي انسټیټوټ د ټولو قراردادونو مدیریت کول؛

• د داوطلبۍ د اعلانونو ترتیبول او د توکو د تدارک، د کارونو ترسره کولو او خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د افغانستان د بانکوالۍ او مالي انسټیټوټ د عامل پلاوي له هوکړې سره سم یې د راپورونو ارزول؛

• روزنیزو پروګرامونو ته د خدمتونو او تدارکاتو د مدیریت د کارکوونکو ارزول او د کارکوونکو لپاره د تدارکاتو کلني روزنیز پروګرام جوړول؛

• د ملي تدارکاتو ادارې او نورو اړوندو ادارو په غونډو کې د افغانستان د بانکوالۍ او مالي انسټیټوټ استازیتوب کول؛

• په ګدام کې د شته توکو د ثبت او ساتنې له بهیر څخه څارنه؛

• د خدمتونو، پاکۍ، ټرانسپورټ، ساتنې، د مراجعينو لارښوونې او نورو خدمتونو مدیریت کول؛

• د خدماتي کارکوونکو څارنه او د هغوی د دندو تخصیصول؛

• د څانګو او کارکوونکو د عامه خدمتونو له کیفیت څخه ډاډ ترلاسه کول؛

• د اضافي او نا اړینو لګښتونو مخنیوی؛

• د کاري پلانونو ترتیبول او مستقیم مدیر او اړوند آمر ته د کاري راپور وړاندې کول؛

•  د نورو هغو دندو او مسئولیتونو ترسره کول چې له لایحې او مقررې سره سم د کړنلارو، دستورالعملونو او د لوړ پوړو مقامونو د لارښوونې پر بنسټ ورسپارل کېږي؛

د زده کړې درجه:

د مدیریت، ادارې او سوداګرۍ، عامه ادارې، حقوق او عامه پالیسۍ په برخو کې د لیسانس درلودل او په پورته ذکر شوو برخو کې د ماسترۍ او دوکتورا سند ته لومړیتوب ورکول کیږي.

 تجربه:

• د دندې اړوند (۳) کلنه کاري تجربه.

مهارتونه او وړتیاوې:

د هېواد له رسمي ژبو او انګلیسي ژبې سره بلدتیا، له کمپیوټري پروګرامونو سره بلدتیا، د مدیریتي مهارتونو درلودل، په خبرو کې فصاحت او بلاغت، د دندې د محرمیت ساتنه، د پروپوزلونو د ترتیب او د پروژو د مدیریت وړتیا، د مکتوبونو، وړاندیزونو، او کاري راپورونو د لیکلو وړتیا، د دندې په موضوعاتو کې د تحلیل وړتیا درلودل، د مالي مسایلو تفسیر او تعبیر او په دقیق ډول مالي راپور ورکونه.

شخصي صفتونه او ارزښتونه:

 رښتینی، د نیک چلند خاوند، نوښتګر، ډسپلین لرونکی، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسئولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.

یادونه:

• د شرایطو وړ مینه وال کولای شي یاد بست ته د نوم لیکنې لپاره خپلې CV  یانې دې vacancies@aibf.af برېښنالیک ته واستوي.

• د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.

• د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies