د دوامداره پراختیایي هدفونویا SDGsپه اړه سمینار جوړ شو

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۸/۴/۲۲ - ۱۵:۴۸
1

کابل، د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ د میاشتې ۲۲ مه – د افغانستان بانک د کنفرانسونو په خونه کې د دوامداره پراختیايي هدفونو يا SDGs په اړه د دې بانک کارکوونکو ته د اقتصاد وزارت د پالیسو د عمومي ریاست له لوري معلوماتي پریزنټیشن وړاندې شو. په دې سمینار کې چې افغانستان بانک د دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي یې پرانیسته وکړه، نوموړي د دوامداره پراختیاييهدفونو په ارزښت خبرې وکړې او دا پروګرام یې د افغانستان لپاره ډېر ګټور وباله. ښاغلي رحیمي یادونه وکړه چې که څه هم د دوامداره پراختیاپروګرام د پلي کېدو په وړاندې خنډونه شتون لري، خو په کار ده چې په دې برخه کې د پرمختګ لپاره ګډې هڅې وشي، ترڅو ټاکل شوې موخې په وخت سره تر لاسه شي. د یادونې وړ ده چې د دوامداره پراختیا پروګرام ۱۷ هدفونه لري چې د بېوزلۍ او لوږې له منځه وړل، روغتیا، زدکړو، پاکو اوبو او انرژۍ ته لاسرسی، د جنسيتي مساوات رامنځته کول، اقتصادي پرمختګ او نور په کې شامل دي. ورپسې د اقتصاد وزارت د پالیسۍ د عمومي ریاست مشر ښاغلي نبي سروش د دې پروګرام په اړه د يو معلوماتي پریزنټیشن په وړاندې کولو سره ګډونوالو ته هر اړخیز معلومات ورکړل او یادونه یې وکړه، چې د ادارو تر منځ ګډه همکاري یې موخوته نږدې کولای شي. د نوموړي په خبره، په هېواد کې د دې پروګرام د پلي کېدو لپاره د ستراتيژيک چوکاټ شتون اړین دی، ترڅو وکولای شي د هغې په وسیله دا ډول ملي پروګرامونه په ښه ډول پلي شي. د یادونې وړ ده چې دوامداره پراختیايي هدفونه یا SDGs د ملګرو ملتونو د سازمان ګډ پروګرام دی چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې تصویب شویاو د ۱۵ کلونو په ترڅ کې به پلیشي. پاتې د نه وي چې په دې سمینار کې د اجرائیه ریاست د دوامداره پراختیا پروګرام له پلي کېدو د څارنې د برخې استازي ښاغلي سلیمان عبادي هم ګډون کړی ؤ او د دې پروژو په پلي کېدو او همغږۍ کې یې د افغانستان بانک له همکارۍ مننه وکړه او په دې برخه کې د لا زیاتو همکاريو غوښتونکی شو.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۴:۵۴
Background image

د افغانستان بانک 15 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

1446 ذوالحجة الحرام 21 مه - د افغانستان بانک غواړي چې د 1446 کال د ذوالحجة الحرام د میاشتې په 22 نېټه (1404/03/29) د پنجشنبې پر ورځ د داوطلبۍ له لارې د (15) میلیونه امریکايي ډالرو پورې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۱:۳۸
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

د افغانستان بانک د خپلې ژمنې له مخې، چې  له ګرانو هېوادوالو سره یې کړې وه، په سوداګریزو بانکونو کې پر امانتونو لګول شوي محدویتونه کم کړي دي. اوس کولای شئ له خپلو حسابونو څخه د پخوا په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۶:۵۲
Background image

د افغانستان مالي او بانکي انستیتوت بیا ځلي پرانیستل شو

د ١٤٤٦  ذوالحجة الحرام ۶ مه – د افغانستان مالي او بانکي انستیتوت د افغانستان بانک د لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد له لوري بیا ځلي پرانیستل شو.

ښاغلي صدیق الله خالد د یاد انستیتوت. . .

بېرته خبرونه ته