د سوداګریزو بانکونو له لوري د ټولګټو پروژو د تمویل میکانیزم لاسلیک شو

Mpoya
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۳۰ - ۱۵:۶
د سوداګریزو بانکونو له لوري د ټولګټو پروژو د تمویل میکانیزم لاسلیک شو

د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې د افغانستان بانک او ماليې د محترم وزارت ترمنځ د سوداګریزو بانکونو د ګډون له لارې د ټولګټو پروژو د تمویل میکانیزم لاسلیک شو.

یاد میکانیزم د اقتصادي کمېسیون د کاري طرزالعمل د دوهمې مادې د پنځمې فقرې پر اساس ترتیب شوی، چې له مخې به یې سوداګریز بانکونه وکولای شي د ټولګټو پروژو په تمویل او تطبیق کې ونډه واخلي.

د دغه میکانیزم موخې په ټولګټو پروژو کې د پانګونې او ونډې اخیستلو قانوني اسانتیاوي برابرول، په کور د ننه د سوداګریزو بانکونو لپاره د پانګونې فرصتونه رامنځته کول، د خلکو لپاره د دندو رامنځته کول او اقتصادي تحرک دي.

د یاد میکانیزم له مخې، به د مالیې محترم وزارت له اړوندو سکټوري ادارو ټولګټې پروژې ترلاسه کوي او د هغوی مالي ماډلونه به ترتیبوي. د افغانستان بانک به بیا د سوداګریزو بانکونو هڅونه کوي، ترڅو د یادو پروژو په تمویل او عملي کولو کې فعاله ونډه واخلي.

د افغانستان بانک باور لري چې د دې میکانیزم عملي کېدل به له یوې خوا د هېواد د اقتصادي ودې او ټولنیز پرمختګ لامل شي، او له بلې خوا به د سوداګریزو بانکونو لپاره د نوو پانګونو فرصتونه رامنځته کړي.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۷:۱۴
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۸ هـ.ق کال د ربیع الثاني ۱۷مه – د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د دې بانک د لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په مشرۍ چې په ورته وخت کې د افغانستان بانک د عالي شورا مرستیال. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱
Background image

د افغانستان بانک او اې سي جي ایف ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۱۴ د ربیع الثاني ۱۴۴۸ کال - د افغانستان بانک او د افغان اعتباري بنسټ نړیوالې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د دغه هوکړه‌لیک د لاسلیک په موخه د افغانستان بانک د عالي شورا په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

بېرته خبرونه ته