د کوچنیو او منځنیو سوداګریو د پرمختګ په موخه د کوچنیو مالي اسلامي تمویلاتو د کنفرانس جوړېدل

Mpoya
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱ - ۱۴:۲۳
د کوچنیو او منځنیو سوداګریو د پرمختګ په موخه د کوچنیو مالي اسلامي تمویلاتو د کنفرانس جوړېدل

۱۴۴۶ محرم الحرام ۱۶ مه - د افغانستان اسلامي مالي اونۍ تر سرلیک لاندې جوړ شوي کنفرانس کې چې د کوچنیو مالي اسلامي تمویلاتو په اړه جوړ شوی ؤ، د افغانستان بانک د ریاست مقام د دفتر رئیس ښاغلي صدیق الله خالد وینا وکړه.

ښاغلي صدیق الله خالد د خپلې وینا په پیل کې خوښي وښوده چې د افغانستان د مالي سکتور په ځانګړې توګه د اسلامي بانکوالۍ او د وړو قرضو ( تمویلاتو) د پراختیا لپاره په دې مهم کنفرانس کې ګډون کوي.

نوموړي زیاته کړه لله الحمد د اسلامي بانکوالۍ سکتور د ډېرو ستونزو سره سره، بیا هم د پراختیا او ثبات په حال کې دی، د نورو اسلامي هېوادونو له تجربو څخه په استفادې د افغانستان د شرایطو سره سم له سودي بانکوالۍ څخه اسلامي بانکوالۍ ته د بدلون لارښود او چارچوکاټ ترتیب شوي، پر بانکونو د خلکو د باور کچه د هرې ورځې په تېرېدو سره د لوړېدو په حال کې ده او ان شاءالله په نږدې راتلونکي کې به د مالي پراختیا په برخه کې د پام وړ ګامونه پورته شي.

ښاغلي خالد وویل "د افغانستان بانک له زیات شمېر نړیوالو بنسټونو سره چې د اسلامي مالي تمویل او بانکوالۍ په برخه کې کار کوي اړیکې لري او په هېواد کې د اسلامي بانکوالۍ د لا پیاوړتیا لپاره به د نورو اسلامي هېوادونو د تجربو تر څنګ د دې نړیوالو مؤسسو له معیارونو، مالي محصولاتو او روزنیزو پروګرامونو څخه هم ګټه واخیستل شي."

همدارنګه ښاغلي صدیق الله خالد وویل چې د وړو تمویلاتو مالي مؤسسې د مالي محصولاتو د تنوع او په ځانګړې توګه کوچنیو سوداګریو ته د مالي محصولاتو په لاسرسي، بزګرانو ته د کرنې د ودې، کوچنیو متشبثینو ته د سوداګرۍ په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کولو، د بې وزلۍ ( فقر) کچې په کموالي، د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او په ټوله کې د هېواد په اقتصادي وده او پرمختګ کې مهم رول لري.

د افغانستان بانک د دفتر رئیس زیاته کړه دې بانک د یاد سکتور د تنظیم او څارنې لپاره مقرراتي چوکاټ ترتیب او وروستی کړی او د هېواد په ټولو ولایتونو کې په شرایطو برابر هغه کسان چې غواړي د کوچنیو مالي مؤسساتو له لارې درنو هېوادوالو ته خدمتونه وړاندې کړي، کولای شي د افغانستان بانک څخه جواز تر لاسه کړي.

نوموړي د خپلو خبرو په بله برخه کې نړیوالو مرسته کوونکو بنسټونو او تمویل کوونکو ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان بانک به په یاد سکتور کې د ښه تنظیم، خوندیتوب او روڼتیا ساتنې لپاره له ټولو نړیوالو معیارونو سره سم د قوانینو او مقرراتو په چوکاټ کې د خدمتونو وړاندې کولو زمینه برابره کړي.

ښاغلي خالد د خپل خبرو په اوږدو کې صکوک هم د اقتصادي ودې او پرمختګ په برخه کې د ارزښت وړ یاد کړل او زیاته یې کړه چې د صکوکو په برخه کې هم ډېر پرمختګ شوی دی او په نږدې راتلونکي کې به د بنسټیزو پروژو د تمویل لپاره صکوک هم صادر کړل شي.

د یادونې وړ ده چې په دې کنفرانس کې چې د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرام له لوري د ( د افغانستان مالي اسلامي اونۍ) په نوم جوړ شوی، د افغانستان بانک سربېره د صنعت او سوداګرۍ وزارت استازي، په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر یا یوناما استازي، د یو شمېر هېوادونو سفیران، د خصوصي سکتور استازي، د سوداګریزو بانکونو استازي، د کوچنیو پورونو د ورکړې د مؤسساتو استازي او د یو شمېر نورو مالي او بانکي بنسټونو استازي ګډون درلود. دا کنفرانس چې څلور ورځې به دوام وکړي په ترڅ کې به یې په افغانستان کې اسلامي تمویلاتو، کوچنیو پورونو د ورکړې، دندو رامنځته کولو، بیوزلۍ کچې راکمولو او مالي شمولیت اړوند موضوعاتو بحثونه تر سره شي.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۶ - ۱۶:۴۳
Background image

د افغانستان بانک یو شمېر استادانو او زده کړیالانو لپاره یو ورځینی معلوماتي ورکشاپ جوړ کړ

۱۴۴۶ د صفر المظفر ۲۳- د افغانستان بانک د کابل، باختر، جهان، رڼا، سلام او کاردان پوهنتونونو د اقتصاد، مالي او بانکي څانګو یو شمېر زده کړیالانو لپاره د افغانستان بانک د موخو، دندو او پولي. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۵ - ۱۷:۲
Background image

د افغانستان بانک سرپرست رئیس د قطر سفارت له مستشار سره ولیدل

۱۴۴۶ د صفر المظفر ۲۲ مه – د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئیس ښاغلي نور احمد آغا په خپل کاري دفتر کې د قطر هېواد د سفارت له مستشار ښاغلي مردف القاشوطي او مل پلاوي سره ولیدل.

په دې. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۴ - ۱۱:۲۰
Background image

د افغانستان بانک 15 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

 1446 صفر المظفر 21 مه - د افغانستان بانک غواړي چې د 1446 کال د صفر المظفر د میاشتې په 22 نېټه (1403/06/05) د دو شنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې تر (15) میلیونه امریکايي ډالرو پورې د. . .

بېرته خبرونه ته