ملت ته د حساب ورکولو برنامه کې د افغانستان بانک د غوره کړنو او فعالې ونډې اخیستنې له کبله د افغانستان بانک مشرتابه ته د ستاینلیک ورکړه

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۷/۵ - ۱۵:۵
ملت ته د حساب ورکولو برنامه کې د افغانستان بانک د غوره کړنو او فعالې ونډې اخیستنې له کبله د افغانستان بانک مشرتابه ته د ستاینلیک ورکړه

۱۴۴۴ ربیع الاول ۱ – د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي عبدالقاهر ( حاجي ادریس) ته ملت ته د حساب ورکولو برنامه کې د افغانستان بانک غوره کړنو او د فعالې ونډې اخیستنې له کبله د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت لخوا ستاینلیک ورکړل شو.

په هغه غونډه کې چې ملت ته د حساب ورکولو برنامه کې د دولتي ادارو او رسنیو د غوره کړنو او فعالې ونډې اخیستنې د ستاینې په موخه جوړه شوې وه، ۴۳ دولتي ادارو ته د ریاست الوزرا د محترم مقام لخوا ستاینلیکونه ورکړل شول او د دوی له غوره اجراآتو او فعالې ونډې اخیستنې مننه وشوه.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک روڼتیا او حساب ورکولو ته ژمن دی او په همدې موخه یې په تېر یو کال کې له رسنیو سره غوره اړیکې پاللې دي او په تېر یو کال کې یې غوره لاسته راوړنې درلودې چې د فعالیتونو او لاسته راوړنو بشپړ راپور یې د روان ۱۴۴۴ کال د محرم الحرام د میاشتې په  ۱۳ مه نېټه د حکومت د رسنیو په مرکز کې له خلکو سره شریک کړل شوی دی.

د افغانستان بانک مشرتابه پلاوی د ریاست الوزرا له درانه مقام څخه د مننې تر څنګ ژمنه کوي چې پدې برخه کې به لا ډېرې هڅې کوي او خلکو ته د خدمت په موخه به د بانکوالۍ سکتور په برخه کې لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۵۰
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۷ کال د شوال المکرم ۱۸ مه - د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د دې بانک د رئیس، ښاغلي نور احمد آغا، په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې شورا رئیس هم دی، په مشرۍ او د شورا د غړو په حضور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۶
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۱۴
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د یونما له مرستیال او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر سره وکتل

 د ۱۴۴۷ کال د رمضان المبارک ۲۰ مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یونما) له مرستیال اندریکا راتوات او د ملګرو ملتونو د پراختیايي. . .

بېرته خبرونه ته