د افغانستان بانک د سرپرست رئیس په مشرۍ د اټیالیا هېواد له سفیرې سره لیدنه

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۹ - ۱۴:۵
د افغانستان بانک د سرپرست رئیس په مشرۍ د اټیالیا هېواد له سفیرې سره لیدنه

۱۴۴۵ د رمضان المبارک ۹ مه – د افغانستان بانک د سرپرست رئیس ښاغلي هدایت الله بدري په مشرۍ د افغانستان لپاره د ایټالیا هېواد سفیرې آغلې نتالیا او مل پلاوي سره لیدنه تر سره شوه.

په یاده لیدنه کې د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئیس ښاغلي هدایت الله بدري د هېواد د اقتصادي وضعیت، افغانۍ د ثبات ساتنې پر عواملو، بانکي سکتور د وضعیت، اسلامي بانکوالۍ د پراختیا، مالي شمولیت او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په اړه مفصلې خبرې کړې او زیاته یې کړه چې د افغانستان بانک د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې د نړۍ له ټولو هېوادونو، مالي او بانکي بنسټونو سره د غوره اړیکو غوښتونکی دی او په تېرو څه باندې دوه نیمو کلونو کې یې دا اړیکې په ښه ډول پاللې دي.

په دې لیدنه کې د افغانستان لپاره د ایټالیا هېواد سفیرې آغلې نتالیا هم د افغانستان اقتصادي او پولي ثبات د ارزښت وړ یاد کړ او په اړوندو برخو کې یې له خپله اړخه د همکارۍ ژمنه وکړه.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۶:۵۲
Background image

د افغانستان مالي او بانکي انستیتوت بیا ځلي پرانیستل شو

د ١٤٤٦  ذوالحجة الحرام ۶ مه – د افغانستان مالي او بانکي انستیتوت د افغانستان بانک د لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد له لوري بیا ځلي پرانیستل شو.

ښاغلي صدیق الله خالد د یاد انستیتوت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۱۴:۳
Background image

د افغانستان بانک سرپرست رئیس د چین له سفیر سره پر مالي او بانکي همکاریو خبرې وکړې

۱۴۴۶ ذوالحجة الحرام ۴ مه - د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي نور احمد آغا، د چین هېواد له سفیر ښاغلي جاو شینګ سره په لیدنه کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د مالي او بانکي همکاریو پر پراخېدو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۵ - ۱۲:۴۸
Background image

د افغانستان بانک له لوري په شمال زون کې مندرس بانکنوټونه وسوځول شول

۱۴۴۶هـ ق، ذوالقعدة الحرام ۱۶ - د افغانستان بانک د پولي راکړو ورکړو په برخه کې د آسانتیا رامنځته کولو او له ګردښت څخه د مندرس شویو بانکنوټونو د ایستلو په موخه، په شمال زون کې د ۸۴۳. . .

بېرته خبرونه ته