خلکو ته د غوره بانکي خدمتونو پر وړاندې کولو د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ټینګار

Mpoya
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۱۰:۲۳
خلکو ته د غوره بانکي خدمتونو پر وړاندې کولو د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ټینګار

۱۴۴۵ ذوالحجة الحرام ۲۷ مه – د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي نوراحمد آغا په کاپیسا ولایت کې د افغانستان بانک له نمایندګۍ لیدنه وکړه.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال یاد ولایت ته د خپل سفر په لړ کې د افغانستان بانک او سوداګریزو بانکونو وضعیت له نږدې ولید او مسئولینو ته یې د خلکو لپاره د غوره خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ.

په دې لیدنه کې په کاپیسا ولایت کې د افغانستان بانک مسئولینو له ښاغلي نوراحمد آغا سره خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل. 

نوموړي په دې برخه کې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ او ویې ویل چې د افغانستان بانک د هېواد د مرکزي بانک په توګه ژمن دی، ترڅو د درنو هېوادوالو لپاره د هېواد په ټولو برخو کې د غوره بانکي خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابره کړي.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۶:۲۵
Background image

د افغانستان بانک پلاوي د شمال او شمال ختیځ زونونو څخه لیدنه وکړه

د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد په مشرۍ یو پلاوي شمال او شمال خیتځ زونونو ته سفر وکړ او په دې زونونو کې یې د افغانستان بانک له نمایندګیو څخه لیدنه وکړه؛ دا سفر د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۵
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

په دې وروستیو کې داسې راپورونه ترلاسه شوي چې ځینې اشخاص په ورځنیو اقتصادي راکړو ورکړو کې د ۱، ۲  او ۵ افغانیو بانکنوټونو او سکو له اخیستلو څخه ډډه کوي. له همدې امله ټولو هېوادوالو ته. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۵۰
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۷ کال د شوال المکرم ۱۸ مه - د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د دې بانک د رئیس، ښاغلي نور احمد آغا، په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې شورا رئیس هم دی، په مشرۍ او د شورا د غړو په حضور. . .

بېرته خبرونه ته