په سوداګریزو بانکونو کې د درنو هېوادوالو د امانتونو د مخکینۍ خبرتیا په تعقیب درنو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي چې:

Mpoya
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۷ - ۱۰:۱۴
په سوداګریزو بانکونو کې د درنو هېوادوالو د امانتونو د مخکینۍ خبرتیا په تعقیب درنو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي چې:

د پیرودونکو د پیسو د ورکړې پروسې د آسانتیا، د خلکو د مالي ستونزو د حل او د غوره بانکي فعالیتونو او خدمتونو د وړاندې کولو لپاره ټول سوداګریز بانکونه او د بهرنیو بانکونو څانګې مکلفې دي چې لاندې شرایط پلي کړي:

۱- انفرادي بانکي حسابونو کې د پیسو ویستلو مبلغ له اویا (۷۰،۰۰۰) زره افغانیو څخه په اونۍ کې (۱۵۰،۰۰۰) زره افغانیو ته لوړ شو او همدارنګه ډالري حسابونو کې په اونۍ له زر (۱۰۰۰) امریکایي ډالرو څخه دوه (۲۰۰۰) زره امریکایي ډالرو ته لوړ شو.

۲- انفرادي بانکي حسابونو کې د پیسو ویستلو مبلغ له دوه سوه او پنځوس (۲۵۰،۰۰۰) زره افغانیو څخه په میاشت کې پنځه سوه (۵۰۰،۰۰۰) زره افغانیو ته لوړ شو او همدارنګه ډالري حسابونو کې له درې زره (۳۰۰۰) امریکایي ډالرو څخه شپږ (۶۰۰۰) زره امریکایي ډالرو ته لوړ شو.

۳- شرکتي حسابونو کې د پيسو ویستلو مبلغ له ۵ سلنې څخه ۱۰ سلنې ته لوړ شو، په دې شرط چې یاد مبلغ په میاشتني ډول له دوه سوه زره (۲۰۰،۰۰۰) امریکایي ډالرو یا معادل یې په افغانیو څخه لوړ نه شي، له دې وړاندې دا محدودیت سل زره (۱۰۰،۰۰۰) امریکایي ډالر وو.

۴- هغه انفرادي بانکي حسابونه چې بیلانس یې له شل زره (۲۰،۰۰۰) امریکایي ډالرو یا یې معادل په افغانیو څخه پورته نه وي، د ویستلو لپاره یې هیڅ ډول محدودیت شتون نه لري، او هغه شرکتي بانکي حسابونه چې بیلانس یې له دیرش زره (۳۰،۰۰۰) امریکایي ډالرو او یا یې معادل په افغانیو څخه پورته نه وي، د یاد مبلغ د ویستلو لپاره هیڅ ډول محدودیت نشته.

د یادونې وړ ده هغه کسان چې په بانکونو کې نوي حسابونه پرانیزي هیڅ ډول محدودیت نشته او د افغانستان بانک ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي چې په نږدې راتلونکي کې به د ټولو حسابونو څخه محدودیتونه په ټولیز ډول لرې کړي، ترڅو د بانکي سکتور ټول فعالیتونه عادي حالت ته را وګرځوي او په دې وسیله د درنو هېوادوالو لپاره د اړینو خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابره کړي.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۶
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۱۴
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د یونما له مرستیال او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر سره وکتل

 د ۱۴۴۷ کال د رمضان المبارک ۲۰ مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یونما) له مرستیال اندریکا راتوات او د ملګرو ملتونو د پراختیايي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

بېرته خبرونه ته