د نړیوال سایبري امنیت له کنفرانس څخه تازه راپور

Mpoya
جمعه ۱۴۰۳/۱۲/۳ - ۱۲:۲۳
د نړیوال سایبري امنیت له کنفرانس څخه تازه راپور

د افغانستان بانک سرپرست رئیس، ښاغلي نور احمد آغا، په مشرۍ پلاوي د روسیې هېواد په یکاترینبورګ ښار کې د سایبري امنیت نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړ. دا کنفرانس، چې د مالي سکتور لپاره د سایبري امنیت، ډیجیټلي ټکنالوژۍ او د بانکوالۍ سیستمونو د خوندیتوب پر موضوعاتو تمرکز لري، د نړۍ د مخکښو مالي بنسټونو، مرکزي بانکونو او د ټکنالوژۍ د متخصصینو کوربه‌توب کوي.

ښاغلي نور احمد آغا په دې کنفرانس کې وینا وکړه، چې پکې یې د افغانستان د مالي سکتور د امنیتي تدابیرو، د معلوماتي سیستمونو د ساتنې او د سایبري خطرونو د مدیریت پر موضوعاتو خبرې وکړې. هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان بانک د سایبري امنیت په برخه کې نړیوال معیارونه تعقیبوي او هڅه کوي چې د عصري ټکنالوژیو په کارولو سره، د هیواد د مالي سکتور خوندیتوب نوره هم پیاوړی کړي.

د افغانستان بانک پلاوي تر دې دمه د کنفرانس په مختلفو تخنیکي غونډو کې ګډون کړی او د ایران مرکزي بانک له رئیس او یو شمېر نورو هیوادونو د مرکزي بانکونو او مالي ادارو له مشرانو سره یې کتلي دي. د دغو ناستو موخه د همکاریو پراخول، د سایبري امنیت د نويو ټکنالوژیو تبادله او د بانکوالۍ ډیجیټلي حل‌لارو ته وده ورکول وو.

همدارنګه د افغانستان بانک پلاوی له نورو مالي او بانکي بنسټونو سره د ګډو همکاریو د فرصتونو، د سایبري امنیت د لا پرمختګ او د نوي ټکنالوژیکي سیستمونو د تبادلې پر موضوعاتو بحثونه تر سره کړل.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۷:۱۱
Background image

د افغانستان بانک له ګردښت څخه ایستل شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۱۴مه - د افغانستان بانک په راکړو ورکړو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه له اړوندو کړنلارو سره سم د ۵۸۸،۱۴۰،۰۰۰ (پنځه سوه اته اتیا میلیونه او یو سل و څلویښت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۱:۵۱
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

۱۴۴۷/۰۸/۰۲

ښاغلي فیض احمد خوافي د حیات الله زوی، د حبیب الله لمسی چې د هرات ولایت اوسېدونکی دی، په هېواد کې د بانکوالۍ د جواز د ترلاسه کولو په موخه پر ۲۲/۰۹/۱۴۰۴ نېټه خپل غوښتنلیک د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۴:۷
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

د افغانستان بانک  درنو هېوادوالو ته خبر ورکوي چې د لا ښه خدمت، آسانتیا او چټکتیا په موخه د بین البانکي سیستم (ACSS) اې سي ایس ایس فعالیتونه له دې وروسته په ۲۴ ساعته ډول فعال دي.

اې سي. . .

بېرته خبرونه ته