د تش بست خبرتیا

Mpoya
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۵ - ۱۳:۴۱
د تش بست خبرتیا

د خپریدو نېټه

د پای نیټه

د دندې عنوان: د افغانستان د بانکوالۍ او مالي انسټیټیوټ د لنډ مهاله ښوونیزو پروګرامونو مدیر

اداره: د افغانستان د بانکوالۍ او مالي انسټیټیوټ

د پیل نېټه : ۱۴۴۶ د ذو القعدة الحرام ۱۵

د پای نېټه : ۱۴۴۶د ذو القعدة الحرام ۲۷

د ګمارنې ډول: دایمي

دندې او مسوولیتونه:

• د بانکوالۍ او مالي سکتور په برخه کې د پروګرامونو رهبري، طرحه او مدیریت ترڅو د یاد سکتور متحرکې اړتیاوې پوره کړي؛

 • د درسي موادو او ښوونیزو پروګرامونو د طرحې، ارزونې او اپډیټ کولو په موخه له اړوندو برخو او علمي کمېټو سره همکاري، ترڅو درسي مواد نوي، اړوند او اغېزناکه ووسي؛

• د اطمینان لپاره د کیفیت د تضمین پروګرامونو جوړول او تطبیقول، ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې د افغانستان د بانکوالۍ او مالي انسټیټیوټ تعلیمي پروګرامونه د اعتبار سنجۍ له معیارونو او الزاماتو سره سمون ولري؛

• له دې څخه ډاډ ترلاسه کول چې پروګرامونه د انسټیټیوټ له ماموریت او پرمختللو نړیوالو میتودونو سره سمون لري؛

• د لا زیاتو پروګرامونو د جذب په موخه له مالي بنسټونو او تخصصي انسټیټیوټونو سره د پیاوړو اړیکو جوړول او ساتل او له دې څخه ډاډ ترلاسه کول چې د انسټیټیوټ ښوونیز پروګرامونه د سکتور له معیارونو او منل شوو لارښودونو سره سمون لري؛

• د افغانستان د مالي او بانکي سکتور د لنډ مهاله ښوونیزو اړتیاوو پېژندنه او تشخیص؛

• د کلنیو او ربعوارو ښوونیزو پلانونو ترتیبول؛

• د اړوندو ادارو د اړتیاوو پر بنسټ له استادانو سره په همغږۍ د پروګرامونو د منځپانګې ترتیبول؛

• د پروګرامونو د مهالوېش جوړول او همغږي کول؛

• د پروګرامونو د پرمختګ له څرنګوالي څخه ډاډ ترلاسه کول؛

• د پروګرامونو لپاره د ټولو اړینو سرچینو له شتون څخه ډاډ ترلاسه کول؛

• د بازارموندنې له ټیم سره د ښوونیزو پروګرامونو د ترویج، له موسسو سره د اړیکو او د موخو د ترلاسه کولو په برخه کې همکاري کول؛

• د ښوونیزو پروګرامونو د دوامداره ښه ‌والي په موخه د ارزونو او شاخصونو له لارې د پروګرامونو د اغېز ارزونې میکانیزمونه پلي کول؛

• د منځمهاله او اوږدمهاله تخصصي ښونیزو پروګرامونو لپاره د مالي تمویل د ترلاسه کولو د پروپوزلونو ترتیبول؛

• د انسټیټیوټ د تدریسي کړنو او وړتیاوو په اړه پر وخت د اړینو پریزنټیشنونو وړاندې کول؛

• د اړتیا پر بنسټ، د اړیکو له مدیریت او تخصصي ښوونیزو پروګرامونو مدیریت سره همکاري کول؛

• له دې څخه ډاډ ترلاسه کول چې ښوونیز پروګرامونه له ملي او نړیوالو معیارونو او قانوني لارښودونو سره سمون لري؛

• د ښوونیزو پروګرامونو د لا اغېزناکه وړاندې کېدو په موخه د روزونکو، همغږي کوونکو او د پروګرامونو د برخې کارکوونکو رهبري، همغږي او ملاتړ؛

• د ښوونې لپاره د مالي او بانکي سکتور له نوو میتودونو او معاصرې ټکنالوژۍ څخه ګټه اخیستل؛

• د مستقیم مدیر یا واک لرونکي آمر له لورې د نورو سپارل شوو دندو ترسره کول؛

د زده کړې درجه:

د مدیریت، بشري سرچینو، عامه ادارې، عامه پالیسۍ، اداره او سوداګرۍ، اقتصاد او حقوقو په برخه کې د لسانس سند درلودل او په پورته ذکر شوو برخو کې د ماسترۍ سند ته لومړیتوب ورکول کیږي.

تجربه:

• د دندې اړوند (3) کاله کاري تجربه.

مهارتونه او وړتیاوې:

د هیواد له رسمي ژبو او انګلیسي ژبې سره بلدتیا، د کمپیوټري له پروګرامونو سره بلدتیا، د مدیریتي مهارتونو درلودل، په خبرو کې فصاحت او بلاغت، د مکتوبونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د لیکلو وړتیا، د کاري مسوولیت درک کول او په ساحه کې د ستونزو د پېژندنې وړتیا درلودل.

شخصي صفتونه او ارزښتونه:

 رښتینی، د نیک چلند خاوند، نوښتګر، ډسپلین لرونکی، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسئولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.

یادونه:

• په شرایطو برابر مینه وال کولای شي چې یاد بست ته د نوم لیکنې په موخه خپلې CV یانې د vacancies@aibf.af  برېښنالیک ته واستوي.

• د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.

• د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies