د افغانستان بانک لومړي مرستیال د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ خونې له رئیس سره ولیدل

Mpoya
شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۵:۲۱
د افغانستان بانک لومړي مرستیال د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ خونې له رئیس سره ولیدل

۱۴۴۷ محرم الحرام ۲ مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد په خپل کاري دفتر کې د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ د ګډې خونې رئيس ښاغلي جیفري ګریکو سره ولیدل.

په دې غونډه کې د افغانستان د خصوصي سکتور د پیاوړتیا، د سوداګرۍ د ودې او د متقابلو بانکي اړیکو د پراختیا په برخه کې د ګډو همکاریو او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې وشوې.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد وویل چې د هېواد بانکي او غیر بانکي مالي سکتورونه د هېواد  په اقتصاد کې مهمه ونډه لري او د افغانستان بانک ژمن دی چې د هېواد د اقتصادي ودې په برخه کې له هیڅ ډول هڅو څخه دریغ ونکړي.

ښاغلي خالد د افغانستان بانک لخوا د پیسو وینځلو او د جرمونو څخه د را پیدا شویو عوایدو د مخنیوي د رژیم د پیاوړتیا، د صرافانو او پولي خدمتونو وړاندې کوونکو د سکتور د میکانیزه کولو او په مطلوب حد کې د انفلاسیون د ساتلو په برخه کې ډاډ ورکړ.

نوموړي زیاته کړه چې په تېرو دریو کلونو کې د افغانستان د بانکي سکتور په متقابلو بانکي اړیکو کې ډېر پرمختګ رامنځته شوی، د بانکي سکتور له لوري خلکو ته د مالي تمویلاتو د ورکړې په برخه کې د تېر کال په پرتله ۷۱ سلنه زیاتوالۍ راغلی دی، همدارنګه یوازې په وروستۍ یوه ربع کې په بانکي سکتور کې د امانتونو کچه ۷.۹ میلیارده افغانۍ لوړه شوې ده او د پیسو د نړیوالو لیږدونو په برخه کې ډېرې ستونزې حل شوې دي.

د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ ګډې خونې رئیس، ښاغلي جیفري ګریکو، څرګنده کړه چې نړۍ په تېرو دریو کلونو کې د افغانستان د اقتصادي او بانکي سکتورونو د مثبتو بدلونونو شاهده پاتې شوې ده. نوموړي زیاته کړه چې د روان میلادي کال د آګسټ په میاشت کې به د بانکي سکتور د متقابلو اړیکو د پراخېدو په موخه یو کنفرانس جوړ شي، او د افغانستان بانک ته یې په دې کنفرانس د ګډون او وینا بلنه ورکړه.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۷:۱۱
Background image

د افغانستان بانک له ګردښت څخه ایستل شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۱۴مه - د افغانستان بانک په راکړو ورکړو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه له اړوندو کړنلارو سره سم د ۵۸۸،۱۴۰،۰۰۰ (پنځه سوه اته اتیا میلیونه او یو سل و څلویښت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۱:۵۱
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

۱۴۴۷/۰۸/۰۲

ښاغلي فیض احمد خوافي د حیات الله زوی، د حبیب الله لمسی چې د هرات ولایت اوسېدونکی دی، په هېواد کې د بانکوالۍ د جواز د ترلاسه کولو په موخه پر ۲۲/۰۹/۱۴۰۴ نېټه خپل غوښتنلیک د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۴:۷
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

د افغانستان بانک  درنو هېوادوالو ته خبر ورکوي چې د لا ښه خدمت، آسانتیا او چټکتیا په موخه د بین البانکي سیستم (ACSS) اې سي ایس ایس فعالیتونه له دې وروسته په ۲۴ ساعته ډول فعال دي.

اې سي. . .

بېرته خبرونه ته