د سوداګریزو بانکونو له استازو سره د غونډې جوړېدل

Mpoya
شنبه ۱۴۰۱/۶/۵ - ۱۷:۱
د سوداګریزو بانکونو له استازو سره د غونډې جوړېدل

۱۴۴۴ محرم الحرام ۲۹ مه – د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي نوراحمد آغا پر مشرۍ د سوداګریزو بانکونو له استازو سره غونډه جوړه شوه او د پیسو لېږد (TT)، بیمې، بانکي تضمینونو او یو شمېر نورو مالي او بانکي موضوعګانو په اړه پکې خبرې وشوې.

په یاده غونډه کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي نوراحمد آغا د سوداګریزو بانکونو له استازو وغوښتل چې د پېرودونکو لپاره د بانکي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې اړینې آسانتیاوې رامنځته کړي.

نوموړي د افغانستان بانک له اړخه درنو هیوادوالو ته د غوره بانکي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه له بانکونو سره د اصولو او مقرراتو په رڼا کې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.

په یاده غونډه کې د افغانستان د بانکونو د ټولنې او د سوداګریزو بانکونو استازو د ذکر شویو موضوعګانو په اړه خبرې وکړې او له خپله اړخه یې د غوره بانکي خدمتونو د وړاندې کولو ژمنه وکړه.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۵
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

په دې وروستیو کې داسې راپورونه ترلاسه شوي چې ځینې اشخاص په ورځنیو اقتصادي راکړو ورکړو کې د ۱، ۲  او ۵ افغانیو بانکنوټونو او سکو له اخیستلو څخه ډډه کوي. له همدې امله ټولو هېوادوالو ته. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۵۰
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۷ کال د شوال المکرم ۱۸ مه - د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د دې بانک د رئیس، ښاغلي نور احمد آغا، په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې شورا رئیس هم دی، په مشرۍ او د شورا د غړو په حضور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۶
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

بېرته خبرونه ته