د نړیوال بانک وروستی راپور په هېواد کې د پولي سیاستونو د بریالي تطبیق پخلی کوي

Mpoya
پنجشنبه ۱۴۰۲/۲/۷ - ۱۴:۳
د نړیوال بانک وروستی راپور په هېواد کې د پولي سیاستونو د بریالي تطبیق پخلی کوي

د افغانستان بانک په افغانستان کې د پولي وضعیت د ښه والي او د معقولو مالي سیاستونو د تطبیق په اړه د نړیوال بانک د وروستي راپور هرکلی کوي. د داسې راپورونو خپرول چې طبعاً د مسلکي ارزونو او تحلیلونو پر بنسټ جوړېږي، څرګندوي چې افغانستان ښه طرف ته روان دی او د هېواد اقتصادي مسایل په ښه توګه مدیریت شوي دي.

د افغانستان په اړه د نړیوال بانک د ۲۰۲۳ میلادي کال د لومړۍ ربعې په تازه راپور کې راغلي چېافغانستان کې انفلاسیون را کم شوی، افغانۍ د بهرنیو اسعارو پر وړاندې پیاوړې شوې، ټولو دولتي مامورینو ته په وخت معاش ورکول کیږي او عواید د پخوا په پرتله لوړ شوي دي.

د دې راپور له مخې په صادراتو کې د تېر کال د لومړۍ ربعې په پرتله ۷سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د افغانستان بانک مشرتابه ژمن دی چې د اړوندو قوانینو او مقرراتو په رڼا کې د درنو هېوادوالو لپاره په ټولو مالي او بانکي برخو کې غوره آسانتیاوې رامنځته کړي او له دې لارې د هېواد په اقتصادي رغښت کې خپل مثبت رول ولوبوي.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

د افغانستان بانک له مرکز، ځتیځ او جنوب ختیځ زونونو څخه راټول شوي بانکنوټونه وسوځول شول

۱۴۴۶ جمادي الثاني ۱۵مه - د افغانستان بانک د خلکو لپاره په راکړو ورکړو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د ۸۴۰،۶۵۰،۰۰۰  (اته سوه څلویښت میلیونه شپږ سوه پنځوس زره) افغانیو په ارزښت له. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۶ - ۱۵:۳۳
Background image

د بلخ ولایت د حیرتان په نائب آباد سیمه کې د افغانستان بانک د غرفې مدیریت پرانیستل شو

د افغانستان بانک د بلخ ولایت د حیرتان بندر په نائب آباد سیمه د غرفې مدیریت رسماً پرانیست. د دې مدیریت د پرانیستلو هدف د بانکي خدمتونو پراختیا، د مالي شمولیت زیاتوالی، سوداګرو او د محلي. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۸ - ۱۰:۴۷
Background image

د افغانستان بانک 16 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

 1446 جمادي الثاني 6 مه - د افغانستان بانک غواړي چې د 1446 کال د جمادي الثاني د میاشتې په 7 نېټه (1403/09/19) د دو شنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې تر (16) میلیونه امریکايي ډالرو پورې د. . .

بېرته خبرونه ته