د افغانستان بانک خبرتیا!
ټولو درنو هېوادوالو په ځانګړې توګه د چټکو اداینو شرکت (Networking Fast Pay) پېرودونکو ته خبر ورکول کېږي چې د شته ملاحظاتو له مخې، د افغانستان بانک لخوا د یاد شرکت جواز د روان کال په ۱۴۴۴/۳/۱۳ نیټه فسخ شوی دی. له همدې کبله درنو هېوادوالو او په ځانګړې توګه د دې شرکت پېرودونکو ته خبر ورکول کېږي چې له یاد شرکت سره معاملې تر سره نه کړي.