د افغانستان بانک رئیس په کابل کې د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې سره وکتل

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۷ - ۱۵:۵۲
د افغانستان بانک رئیس په کابل کې د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې سره وکتل

۱۴۴۶ شعبان المعظم ۲۶ مه – د افغانستان بانک د ټولو رئیس ښاغلي نور احمد آغا د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي له ځانګړې استازې آغلې روزا اوتونبایوا او مل پلاوي سره وکتل.

په دې کتنه کې د افغانستان بانک د ټولو رئیس ښاغلي نور احمد آغا د کوچنیو مالي تمویلاتو اړوند موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او دا برخه یې د هېواد په اقتصادي رغښت کې مهمه یاده کړه. نوموړي زیاته کړه د افغانستان بانک ژمن دی چې په افغانستان کې کوچني مالي تمویلات وده وکړي او په دې وسیله د هېواد په ټولو برخو کې درانه هېوادوال له دې مالي خدمتونو څخه برخمن شي.

په یاده غونډه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې آغلې روزا اوتونبایوا هم د اقتصادي ودې او کارو بارونو د غوړېدو په برخه کې د کوچنیو مالي تمویلاتو رول مهم یاد کړ او له خپله اړخه یې په دې برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد هم ګډون درلود او د بېلابېلو مالي او بانکي موضوعاتو تر څنګ یې د کوچنیو مالي تمویلاتو د مؤسساتو د فعالیتونو او د یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په اړه له راغلي پلاوي سره خبرې وکړې او د نظرونو تبادله تر سره شوه.

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۷ - ۱۰:۴۷
Background image

د افغانستان بانک 15 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

1446 رمضان المبارک   27 مه - د افغانستان بانک غواړي چې د 1446 کال د رمضان المبارک د میاشتې په 29 نېټه (1404/01/09) د شنبې پر ورځ د داوطلبۍ له لارې د (15) میلیونه امریکايي ډالرو پورې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۹ - ۱۲:۴۷
Background image

د مالي خپلواکۍ پر لور مهم ګام : د افغانستان بانک او د مالیې وزارت ترمنځ د برېښنایي تادیاتو هوکړه

۱۴۴۶ د رمضان المبارک ۱۹ مه  – د افغانستان بانک او د مالیې محترم وزارت ترمنځ په شفاف ډول عوایدو راټولولو، امارتي لګښتونو او معاشونو د برېښنایي تادیاتو هوکړه لیک لاسلیک شو.

دا هوکړه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۶ - ۱۴:۳۵
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

ګرانو هیوادوالو!

د ملي پولي واحد کارونه د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره یو اساسي ګام دی، چې د هېواد اقتصادي خپلواکۍ ته لاره هواروي.

په همدې موخه، د افغانستان بانک له اوږدمهاله هڅو، همغږۍ او. . .

بېرته خبرونه ته