د افغانستان بانک 20 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

1446 شعبان المعظم 23 مه - د افغانستان بانک غواړي چې د 1446 کال د شعبان المعظم د میاشتې په 24 نېټه (1403/12/05) د یکشنبې پر ورځ د داوطلبۍ له لارې د (20) میلیونه امریکايي ډالرو پورې مبلغ د لیلام په ډول وپلوري. د افغانستان بانک له سوداګریزو بانکونو او د صرافۍ او د پولي خدمتونو له شرکتونو څخه چې په شرایطو برابر وي، غوښتنه کوي، څو په دې داوطلبۍکې ګډون وکړي. د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي ترڅو خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه تصفیه کړي.
د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کیږي، د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي چې د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغدي ډول په ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته وسپاري.