د تش بست اعلان

Mpoya
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۴:۲۶
د تش بست اعلان

د خپریدو نېټه

د پای نیټه

د دندې عنوان: د ټیکټینګ ارشد آفیسر

آمریت: د عمومي خدمتونو آمريت

ګریډ: اووم ( ۷)

د پیل نېټه: ۱۴۴۷ د جمادی الاول  ۷  

 د پای نېټه: ۱۴۴۷ د جمادی الاول  ۲۱

د ګمارنې ډول: دایمي

دندې او مسئولیتونه:

• له عمومي پلان سره سم د میاشتني، درې میاشتني او کلني کاري پلان طرحه، تنظیم او پلي کول او د اړوندو اداري او تقنیني سندونو په تعدیل کې له مستقیم مدیر سره همکاري کول؛

• د میاشتنیو، درې میاشتنيو او کلنيو کاري راپورونو راټولول او توحیدول او مستقیم مدیر ته یې لیږل؛

• د خدمتونو وړاندې کولو په اړه د کاري پروسې د اسانتیا لپاره له اړوندو برخو سره اړیکې ټینګول او همغږي رامنځته کول؛

• د سپما د اصل په پام کې نیولو سره، د ټکټونو ترلاسه کولو او د کارګو لیږدولو لپاره له سیاحتي شرکتونو سره د اړیکو ټینګول؛

• په ټاکلي وخت کې د کورنیو او نړیوالو الوتنو د ټکټونو چمتو کول؛

• د تخنیکي موادو د لیږد لپاره د سیټ بلاک کول؛

• د مکتوبونو، وړاندیزونو، پوښتنلیکونو او نورو اداري لیکونو لیکل او تعقیبول او په ټاکلي وخت کې یې طی مراحل کول؛

• په هارډ او سافټ بڼه په دوسیو او کارتنونو کې په کره او منظمه توګه د مکتوبونو، وړاندیزونو، پوښتنلیکونو او نورو اداري لیکونو تنظیمول او ساتل؛

• د کاري پلانونو ترتبیول او مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د کاري راپور وړاندې کول؛

• د نورو هغو دندو او مسئولیتونو ترسره کول چې له کړنلارو، دستورالعملونو او د لوړپوړي چارواکي له لارښوونو سره سم د لایحې او مقرراتو پر بنسټ سپارل کیږي؛

د زده کړې کچه:

په مالي او بانکي، عامه ادارې، اقتصاد، اداره او سوداګرۍ او مدیریت په برخو کې لیسانس.

تجربه

د دندې اړوند دوه (۲) کلنه کاري تجربه.

مهارتونه او وړتیاوې:

• په خبرو کې فصاحت او بلاغت؛

• له ملي ژبو او انګلیسي سره بلدیت؛

• د مدیریتي مهارتونو درلودل؛

• له بانکي قوانینو او مقرراتو سره بلدتیا؛

• د ملکي خدمتونو د کارکوونکو له قوانینو سره بلدتیا؛

• له کمپیوټري پروګرامونو او د خدمتونو له نوو سیسټمونو سره بلدتیا؛

• د مکتوبونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د لیکلو وړتیا؛

• د کاري مسؤلیت پوهه او درک او په کاري ساحه کې د ستونزو پېژندل؛

شخصي صفتونه او ارزښتونه:

• رښتینی، د نیک چلند خاوند، نوښتګر، ډسپلین لرونکی، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسئولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.

یادونه:

مینه وال او غوښتونکي کولای شي لومړی په Jobs.dab.gov.af ویب پاڼه کې ځانته یوزر جوړ او بیا د خپلي خوښي بست وټاکي او غوښتل شوي سندونه دې د pdf په بڼه اپلوډ کړي.

د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.

د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies