د تش بست خبرتیا
د خپریدو نېټه
د پای نیټه
د بست نوم: د مرستې میز تخنیکر (Help Desk Technician Senior Officer)
آمریت: د معلوماتي ټکنالوژۍ لوی آمریت
ګریډ: (۷) اووم
د خبرتیا د پیل نېټه: ۱۴۴۶ د صفرالمظفر ۱۵
د خبرتیا د پای نېټه: ۱۴۴۶ د صفرالمظفر ۲۸
د ګمارنې ډول: دایمي
دندې او مسؤولیتونه:
• د تخنیکي خدمتونو وړاندې کول او د خدمتونو د پراختیا په برخه کې د تر ټولو نویو ټیکنالوژیو او میتودونو ټاکل؛
• د بانک د کارکوونکو لخوا د وړاندې شوي موضوع او توضیحاتو پر بنسټ د معلوماتي ټکنالوژۍ اړوندو ستونزو ته د حل لارو په پیدا کولو کې له مدیر سره همکاري کول؛
• د(Manage Engine) ټکټنګ سیستم کارول، د چارو د ښه والي لپاره د یاد سیستم اپډېټول او په یاد سیستم کې د اغېزناکو نوښتونو او بدلونونو په اړه جدي پاملرنه او همدارنگه د مرستې میز د خدمتونو ښه والی؛
• له زونونو سره همکاري، همغږي او د هغوی د تخنیکي ستونزو حلول او معلوماتي ټکنالوژۍ له اړوندو مسئولینو سره اړیکه نیول؛
• د تخنیکي ستونزو د حل په موخه له کارکوونکو سره د سیسکو تیلیفون یا برېښنا لیک له لارې اړیکه نیول او وروسته د هغوی پاتې ستونزې له مسئولینو سره شریکول؛
• د کارکوونکو د رضایت په موخه د بانک له کارکوونکو سره یو ځای د موضوع حلول او څېړل< ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې ستونزه حل شوې.
• د اړینو لارښوونو ترلاسه کول او د نصب شوو سافټویرونو ارزول او په سیستمونو کې د معلوماتي ټکنالوژۍ د پلانونو او کړنلارو پلي کول.
• د مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر له لارښوونو سره سم د مکتوبونو، وړاندیزونو، پوښتنلیکونو او نورو اداري لیکونو لیکل او په ټاکلي وخت یې د نورو پړاوونو ترسره کول؛
• په هارډ او سافت ډول په فایلونو او کارتنونو کې په سمه او منظمه توګه د رسمي لیکونو، وړاندیزونو، پوښتنلیکونو او داسې نورو اداري لیکونو لیکل، تنظیمول او ساتل؛
• د اړوند مدیریت د کړنو او لاسته راوړنو په اړه د اونیزو، میاشتنيو، ربعوار، کلنیو او د اړتیا په صورت کې د کړنو د پرمختګ په اړه د راپورونو راټولول، توحیدول او ترتیبول؛
• د کاري پلانونو ترتیبول او مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د کاري راپور وړاندې کول؛
• د نورو ټولو هغو دندو او مسئولیتونو ترسره کول چې د کړنلارو، لارښوونو او د لوړ پوړي مقام د لارښوونې پر بنسټ له لایحې او مقررو سره سم ورسپارل کېږي.
د بست اړین شرایط:
د زده کړې درجه او رشته: د کمپیوټر ساینس او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې لیسانس.
تجربه: د دندې اړوند دوه (۲) کلنه کاري تجربه.
مهارتونه او وړتیاوې:
له ملي ژبو او انګلیسي زبې سره بلدتیا، د مدیریتي مهارتونو درلودل، په خبرو کې فصاحت او بلاغت، د دندې د محرمیت ساتل، له بانکي قوانینو او مقررو سره بلدتیا، د مکتوبونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د لیکلو وړتیا، د کاري مسئولیت پوهه او درک او په کاري ساحه کې د ستونزو پېژندل، د مرکزي بانک د دندو او موخو په اړه پوهه درلودل، د کمپیوټر پروګرامونو او له نورو ټیکنالوژیکي اجزاوو ( A+, N+, MCSE, Mange Engine Desk Top System) سره بلدتیا.
شخصي صفتونه او ارزښتونه:
رښتینی، د نیک چلند خاوند، نوښتګر، دسپلین لرونکی، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسئولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.
یادونه:
درخواست کوونکی کولای شي لومړی په Jobs.dab.gov.af ویب پاڼه کې ځانته یوزر جوړ او بیا د خپلي خوښي بست وټاکي او غوښتل شوي سندونه دې د pdf په بڼه اپلوډ کړي.
د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.
د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.